افغانستان، یو له لوړو او ژورو څخه ډک تاریخ لري. دا هېواد، تل د خپل ستراتیژیک موقعیت او بډایه طبیعي زیرمو له امله د نړیوالو پام ځانته اړولی دی. له بده مرغه، لسګونو کلونو جګړو، ناامنیو او اقتصادي فقر د دې هېواد د ودې خنډونه جوړ کړي دي. په داسې شرایطو کې، د بشردوستانه هڅو او د زیربناوو پراخو پانګونو نه یوازې د روښانه راتلونکي هیلې ژوندۍ کړي دي، بلکې دا د افغانستان د اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ لپاره یو مهم ګام هم ګڼل کېږي. له دغو بې‌سارو هڅو څخه یوه، د ښاغلي میرویس عزیزي لس ملیارده ډالري پانګونه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې پلان کړي ده. دا تاریخي پانګونه چې د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۱۹مه د کابل انټرکانټینینټال هوټل کې د لومړي مرستیال وزیر ملا عبدالغني برادر، د کابینې وزیرانو، لوړپوړو چارواکو، سوداګرو، صنعتکارانو او د هېواد ګڼو وګړو په حضور کې اعلان شوه، د هېواد په اقتصاد او زیربناوو کې د ستر بدلون راوستلو ظرفیت لري.

میرویس عزیزی: د ملي اهدافو خاوند

ښاغلی میرویس عزیزی د افغانستان یو له بریالیو او شتمنو شخصیتونو څخه دی، چې له کلونو راهیسې یې د دوبۍ په ګډون د بهر هېوادونو په اقتصادي برخو کې پراخ فعالیتونه درلودل. سره له دې چې په بهر کې یې د پام وړ شتمني ترلاسه کړې، نوموړی تل د خپل هېواد سره ژمن پاتې شوی او ثابتوي چې د افغانستان خاوره د ده لپاره له هر ځایه ارزښتناکه ده.

نوموړي له دې سترې پانګونې سره، نه یوازې خپل سرمایه افغانستان ته راوړي، بلکې خپلو افغان پانګه‌والو او نړیوالو ته دا قوي پیغام ورکوي چې افغانستان، سره له خپلو ننګونو، د پرمختګ او ودې وړتیا لري. دا د افغانستان د خصوصي سکتور له لوري یوه مهمه هڅه ده، چې د نورو پانګه‌والو د جذب لپاره زمینه برابروي.

د عزیزي بنسټ بشردوستانه هڅې

د بشردوستانه خدمتونو په برخه کې، عزیزی بنسټ پلان لري چې په کابل کې یو لوی روغتیايي کمپلیکس جوړ کړي، چې لاندې برخې به ولري:

  • د سرطان درملنې لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون
  • د میندو او ماشومانو لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون
  • یتیم‌خانه چې ۱۰,۰۰۰ ماشومانو ته د استوګنې، ښوونځي او روغتیايي خدماتو اسانتیاوې برابرې کړي
  • یو طبي پوهنتون
  • د نرسانو (قابله‌ګۍ) ښوونځی
  • د محصلینو لیلیه
  • د طبي پوهنتون استادانو او ډاکټرانو لپاره استوګنیز کمپلیکس

دا روغتیايي مرکز چې د “فرشته عزیزی د روغتيا ښار” په نوم به د کابل په اتمه ناحیه کې جوړ شي، ۳۵۰ جریبه (۷۰ هکتاره یا ۷۰۰,۰۰۰ مربع متره) ساحه به ولري، چې د ۵۰۰ ملیونه ډالرو په لګښت به جوړ شي. دا به د خیریه مرکز په توګه فعالیت وکړي او اړمنو ته به وړیا روغتیايي او تعلیمي خدمتونه وړاندې کړي.

په انرژۍ کې پانګونه

په پانګونه کې، ښاغلي عزیزی د ۱۰ ملیارده ډالرو یوه پنځه کلنه برنامه اعلان کړه، چې تمرکز یې عمدتاً د برېښنا تولید دی. د دې پروګرام لومړنی پروژه د کابل په شاوخوا کې د ۲۰۰ میګاواټه لمریزه برېښناکوټ جوړول دي، چې د مراسمو پر سبا ورځ به یې کار پیل شي، او تمه ده چې دا پروژه په اتو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې برنامې نهایی هدف دا دی چې په ټول هېواد کې لسګونه د برېښنا تولیدي مرکزونه جوړ شي، چې ټولیز ظرفیت یې ۱۰,۰۰۰ میګاواټه ته ورسیږي. دا پانګونه به د صنعتي ودې، د کانونو پراختیا، د عصري زراعتي-صنعتي کمپلیکسونو جوړېدو، د خوراکي توکو د ذخیره کولو لویو ګودامونو، د عصري ترانسپورتي سیستمونو، په ځانګړي ډول د اورګاډي پټلۍ، او د روغتیا او تعلیم د خدماتو د ښه والي زمینه برابره کړي.

اقتصادي وده او ځان بساینه

د دې پانګونې پراخوالی ته په کتو، تمه کېږي چې د افغانستان اقتصاد به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پام وړ وده وکړي. اقتصادي څېړنې ښيي چې د زیربنایي پروژو پانګونه کولای شي د هېواد ناخالص کورني تولید (GDP) به  په مستقیم او غیرمستقیم ډول لوړ کړي.

د بېلګې په توګه، د انرژۍ او ټرانسپورټ په برخه کې پانګونه د تولید زیاتوالي، د تجارتي لګښتونو کمېدو، او د افغانستان د محصولاتو د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو سره د سیالۍ وړتیا لوړولو ته لاره هواروي.

که د ښاغلي میرویس عزیزی پانګونه سمه مدیریت شي، افغانستان کولای شي په ۱۰-۱۵ کلونو کې ځان بساینې ته ورسیږي، او په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد کلنی اقتصادي وده له ۶٪ څخه تر ۱۰٪ پورې لوړه شي.

د فقر او ناامنۍ کمښت د اقتصادي پراختیا له لارې

اقتصادي فقر د افغانستان د بې‌ثباتۍ او نیابتي جګړو یو له اساسي عواملو څخه دی. د کلونو بېوزلۍ نه یوازې د خلکو د ژوند شرایط خراب کړي، بلکې اداري فساد، اخلاقي زوال، او قومي-مذهبي اختلافات یې هم زیات کړي دي.

د عزیزی پانګونه، د کار فرصتونه رامنځته کوي، د ژوند شرایط ښه کوي، فقر راکموي، او په هېواد کې د امنیت د ټینګښت سبب ګرځي. دا اقدام خلکو ته هیله بښي او افغانستان له بهرنیو مرستو څخه د خلاصون پر لور بیایي.

  • د ښاغلي میرویس عزیزی دایمي میراث

د ښاغلي میرویس عزیزی لس ملیارده ډالري پانګونه نه یوازې یو اقتصادي اقدام دی، بلکې یو تاریخي او بشردوستانه ګام هم ګڼل کېږي. نوموړي، د دې کار له لارې، خپل هېواد ته خپله مینه او ژمنتیا ثابته کړې او نورو افغان پانګه‌والو ته یې یو نمونه جوړه کړې ده.

دا زړور او مدبرانه اقدام، د لا پراخو پانګونو لپاره لار پرانیزي، افغانستان د ثبات، هوساینې او اقتصادي خپلواکۍ لور ته بیایي.

د ابن سينا د څيړنيز او پراختيايز مرکز  ونډه

د ابن‌سینا څيړنيزه او پراختيا وړه مؤسسه  د یوه خپلواک څېړنیز او مشورتي بنسټ په توګه، د ښاغلي میرویس عزیزی له دې تاریخي اقدام څخه ملاتړ کوي او چمتو ده چې د پراخ ملي پانګونې لپاره د پلان جوړونې، څېړنې، او پراختیایي مدیریت برخو کې اړینې مشورې وړاندې کړي. ابن‌سینا موخه لري چې افغانستان ته یو پایدار اقتصاد رامنځته کړي، د بهرنیو مرستو اړتیا راکمه کړي، او د داخلي او بهرنیو پانګوالو د ملاتړ له لارې د هېواد بیا رغونې ته کار وکړي.