\\ انرژی

د افغانستان د پرمختګ لپاره د ځواک زیاتوالی
ریچارډ فریمن، د اقتصادي څیړنې څانګه EIR متحده ایالات. توبیاس فالکو، د شیلر انسټیټیوټ، آلمان

مقدمه

د افغانستان د اسلامي امارت د برېښنا لږوالی تقریبا بې مثاله ده چې ښايي ورته ډېره پاملرنه وشي. په ۲۰۱۹ کې د افغانستان د سړي سر د برېښنا مصرف په هر  ساعت کې ۱۵۸ کیلو واټه   KWH و چې افغانستان د نړۍ پر مخ د ۱۷۵ نورو  هیوادونو په پرتله په ډېر ښکته ردیف کې قرار لري. د متحده ایالاتو په کال کې د سړي سر ۱۱۷۵۷-KWH  مصرف دی ، او فرانسه په هر کال کې ۶۷۰  د سړي سر برېښنا مصرفوي. د سړي سر د برېښنا مصرف دا حساب په دې معنا نه دی چې هر سړی په خپل کور کې څومره برېښنا مصرفوي.

بلکه، دا د یوې ټولنې ټول ټال د برېښنا مصرف دی چې – د صنعتي فابریکو، استوګنځایونو، د اورګاډي سیسټمونو، د اوبولګولو سیسټمونو، سوداګریزوشرکتونو لپاره – په یو   هېواد کې د اوسیدونکو په ټول تعداد د شمیر له مخې ویشل کېږي. دا په یوه برخه کې د ځواک یوه څانګه هم  ګڼل کېږي:

چې څومره برېښنا باید په ټولنه کې د خپل پرمختګ او پراختیا د دندې د بشپړولو لپاره وکاروي، چې د سړي د سر په اساس څرګندېږي. همدارنګه دا د ژوند د پرمختګ یو معیار هم دی د افغانستان د برېښنا د کارولو ظریفت ډېر لږ دی. د افغانستان د نصب شوې برېښنا تولیدي ظرفیت –  ۶۰۰ میګاواټه دی، چې ډېر لږ دی. دا د اټومي یا د ډبرو د سکرو د برېښنا د سرچینو ظرفیت دی چې په لوېدیځ یا چین کې موقعیت لري. له تېرو څلوېښتو کلونو جګړې د انګرېز-امریکا-ناټو تر اشغال لاندې د شل کلنې جبري نه پرمختیا وروسته، افغانستان چې یو وخت بېوزله و، د خپل پرمختګ په وړاندې بېحسه ښکاري.

د افغانستان رسنیز چینل، طلوع نیوز د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په لومړۍ  نېټه، په یوه مقاله کې چې سرلیک یې دی. «افغانستان د وارداتي برېښنا لپاره هر کال ۲۸۰ میلیونه ډالر ورکوي». راپور          ورکوي چې د وارداتي برېښنا له [۲۸۰ میلیونه ډالرو] نه د زیاتو لګښتونو سره سره، د برېښنا، حکومتي شمیرې دا  ښیي چې یوازې ۳۵ سلنه افغانان برېښنا ته لاس رسی لري.

د دې مقالې په دوام کې راغلي: «د [افغانستان] د صنایعو او کانونو د خونې په وینا، دهېواد صنایع هم د برېښنا له کمښت سره مخ دي، چې یوه له سترو ننګونو څخه ده». د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۱۵ د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو په مشرۍ د ځانګړي مفتش(سیګار) لخوا خپور شوی راپور چې عنوان یې دی «په افغانستان د انرژۍ رسولو زیاتوالی موندلی، مګر یو نوي ماسټر پلان ته اړتیا

ده او د ځنډ  اندیښنې یې   پرځای پاتې دي. دا راپور ورکوي:«د ۲۰۰۹ کال تر سپټمبر پورې، د افغانستان د انرژۍ د معلوماتو مرکز اټکل کوي چې په ښاري مرکزونو کې نږدې ۱۵سلنه کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې یوازې ۶ سلنه کورنۍ      په کلیوالو سیمو کې برېښنا ته لاسرسی لري». افغانان د ډیزلي جنراتورونو په مټ تولید شوي ګران بیه برېښنا باندې تکیه کوي. د ارزانه وارداتي برېښنا یا طبیعي ګازو، اوبو، لمریز اونورو داسې لارو چارو پر ځای. له همدې امله، په ۲۰۰۹ کې، معلومه شوه چې یوازې ٪۱۵ ښاري کورنۍ او ٪۶ کلیوالي کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.نن ، ډیری خلک ممکن د څو ساعتونو لپاره «یو ډول» برېښنا ته لاسرسی ولري (د دوی د ډیزلي برېښنا جنراتورونو څخه منندویان دي) مګر ویل کېږي چې یوازې ٪۳۵ کورنۍ  د کیبلي شبکې له لارې خدماتو ته لاسرسۍ لري. هغه څه چې په ورستۍ لسیزه کې وشول دا و چې د اسیا  پراختیایي بانک په کافي مالي مرسته د افغانستان د برېښنا د لیږد لپاره د برېښنا د لیږد لینونه جوړ او دګاونډیو هیوادونو سره وصل شول. ځینې یې په محدود ډول ګټور دي. خو په افغانستان کې دننه د پام وړ د انرژۍ د تولید تاسیسات جوړشوي نه دي. دې کار افغانستان په بشپړ ډول په وارداتو تکیه کړی.

د دې  پریکړې نوم هر څه چې وي، د هغې اغیزې نن احساسېږي.

له پورته څخه ښکته ته یو نوی لیدلور

نن موږ اړتیا لرو چې هغه ماسټر پلان جوړ کړو چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي مفتش دفترد ۲۰۱۰ کال راپور ته چې پورته یې یادونه وشوه اړتیا وه مګر ظاهرا هېڅکله هم یوځای نه شو او یقینا هېڅکله پلي شوي ندي. برېښنا یوازې یو جنس نه دی او قیمت یې په بازار کې د پراختیا او پرمختګ سره تړاو لري. د زرګونو کلونو څخه ټولنه شته او د انرژۍ د جریان د زیاتوالي له لارې یې وده کړې.دامریکایی بنیامین فرانکلین له تجربوي کارونو څخه د فرانسوي ساینس پوه اندرې ماری امپری لخوا د اوسني کار له لارې د آلمان فزیک پوهانو کارل فریدریش ګاس او ویلهم بهر لخوا د برېښنایی او مقناطیسي ساحو کار او د بریښنا تولید کنټرول د 19 پیړۍ په وروستۍ ربعکې.
د Verver von Siemens.، Toman Edison ، Nikola او Tesla لخوا، د برېښنا د تولید او اقتصاد لوړو پلیټ فارمونو ته ارتقا ور کړ شوه. دا د صنعت لپاره ور پرانیزي چې د لاسي یا تسمه یې ماشین له کار کولو څخه فارغ شي. د ګړندیو برېښنایي ریلي پټلیو یا داوبو رسولو د مقناطیسي لامبوزنو سیسټمونو د رامنځته کولو لپاره، استفاده، د روغتیا او طبي تجهیزاتو پراخو لړیوکارول CT سکین، NRI او همدارنګه د سیرمونو د سړولو لپاره زیرمه نویو پوهنیزو اکشتافاتو او کارولو ته لار پرانیزي. اوس افغانستان کولایشي دې نړۍ ته ننوځي. دا له پورته څخه ښکته ته، یو نوي لیدلور اړتیا لري.

افغانستان ۲۰۵۰

د پیل د ټکي په توګه، موږ دلته یوه فرضي سناریو وړاندې کوو چې په دې کې افغانستان د برېښنا د مصرف او د برېښنا د تولید مترادفې کچې ته رسیږو چې د فرانسې سره ورته والی په یوه نسل کې نږدې ۳۰ـ۲۵ کلونو کې، یعنې تر ۲۰۵۰ پورې. فرانسه په هر کال کې د۶۷۰۲ـ KWH د سړي په سر د برېښنا د مصرف کچه لري. دا تقریباً د نورو صنعتي هیوادونو لکه آلمان( ۶۳۰۶) KWH د چک جمهوریت( ۵۹۹۱)KWH هالنډ( ۶۳۸۳) KWH او روسیه( ۶۶۸۵ )
KWH د سړي سر د برېښنا د مصرف په پرتله سره نږدې او یو شان دي،
مګر مقدار یې جاپان څخه لږ دی جاپان(۷۱۵۰ کیلواټه هر ساعت)، جنوبي
کوریا (۱۰۱۸۲ کیلواټه هر ساعت) و ایالات متحده (11۷۵۷ کیلواټه هر ساعت)
آیا افغانستان به د شیلر د انسټیټیوټ لخوا د ریل د پټلۍ، د اوبو پراختیا،
د عصري روغتیا د سیسټم او د روغتونونو د پراختیا، د لوړ تخنیکي صنعت د پراختیا او داسې نورو اهدافو ته ژمن وي چې په کال کې د هر شخص په سر
د ۶۷۰۲ کیلواټه هر ساعت د برېښنا د مصرف کچه تروج کړي؟که له ۱۵ څخه
تر ۲۵ کلونو وروسته د دې کچې څخه هاخوا لاړ شي دا نظریه به ډېره ښه تحقق ومومي. د فرانسې برېښنا ښه مشخصات لري: د هغې ٪۶۹ برېښنا د اټومي
برېښنايي سرچینو څخه. ٪۱۱ د اوبو له سرچینو څخه تولیدوي.او ٪۸ برېښنا
د طبیعي ګاز او د ډبرو سکرو د برېښنا د سرچینو څخه تولیدوي.
د فرانسې یوازې ٪۱۲ برېښنا د نوي کیدونکي او متقابلې انرژی د سرچینو د (باد او سولر) څخه تامینېږي. کله چې د شیلر طرحه پلې شي په ټول افغانستان
کې به د برېښنا مصرف په ۲۰۲۱ کې د ۴.6 Terawatt Hours
تېرا واټ ساعتونو څخه (۴.۶ تیرا واټ ساعت) څخه په ۲۰۵۰ کې ۸.۲۲۷ Terawtt Hourتېرا واټ ساعتونو ته لوړه شي. لومړی، باید برېښنا تولید شي. د برېښنا د انرژۍ د ټاکل شوي برېښنا د سرچینو د تخنیکي وړتیا او همدارنګه د افغانستان لپاره د هغې مناسبتیا او د افغانستان د سرچینو ډول، د شیلر انسټیټیوټ به په ۲۰۵۰ کال کې د افغانستان برېښنا د لاندې طرحې پر بنسټ تولید کړي: ٪۲۷ به اټومي انرژۍ تولیدوي. ٪۲۵ به ډبرو سکرو په واسطه وي؛ ٪2۵ به له طبیعي ګاز څخه وي او ۲۳٪ به له اوبو څخه برېښنا تولیدوي. البته، د هېواد اوسني حالت ته په کتو له بهرنیو مرستو او ملاتړ پرته دا سناریو ډېره ناشونې ښکاري، خو د دې ډول سناریو څېړل موږ ته وړتیا راکوي چې ډېر منظم او متوسط پلانونه په سمه توګه وړاندې کړو. زموږ د سناریو سره، هر څه د پورتنیو لیکنو د منځپانګې په څیر ښکاري.
له کومه ځایه یې پیل کړو او غواړو چې چېرې ورسېږو ، اوس کولی شو چې دا تشخیص کړو چې د برېښنا د تولید څومره سرچینې باید جوړ کړو، که ممکنه وي افغانستان پخپله جوړې کړي، چې بالاخره د دوستو هیوادونو: چین، روسیې، ارجنټاین یا فرانسې لخوا د کارول شوې برېښنا کچې ته یې ورسوو. د اټومي سکټور د تولید ظرفیت لکه څنګه چې څنګه چې پورتني په جدول کې ښودل شوي په پام کې ونیسئ،چې شاوخوا د۹۰۰۰ میګاواټه نصب شوې برېښنا د تولید ظرفیت ته اړتیا لري چې د اټومي ریکټورونو د سکټور لخوا تامینېدای شي چې ۲۵۰میګاواټه ( کوچني اټومي ریکټورونه) دي SMR – د برېښنا د رسولو د پیل لپاره تر څو چې وړو ښارونو ته کلیوالي برق ته چمتو کړي. او ۱۰۰۰ میګاواټه لویو ښاري سیموته لکه کابل چې سیند لري او د سیند اوبه د سړونکي په توګه کارول کېږي.

نهه زره میګاواټه ظرفیت ته په پام سره داسې برېښي چې د افغانستان له اوسني او راتلونکي اقتصادي جوړښت سره د مطابقت پر بنسټ که د ۱۰۰۰ میګاواټو په اندازه څلور د اټومي انرژۍ بټۍ جوړې شي، د افغانستان د اقتصاد وده خوندي کېدای شي. شپږ منځني ۵۰۰ میګاواټه د اټومي برېښنابټۍ؛ او دولس د ۲۵۰ میګاواټه په طاقت کوچني د برېښنا د تولید اټومي ریکټورونه جوړې شي. دا به په ټولیزه توګه د ۲۲ اټومي بټۍ وي چې د ۹۰۰۰ میګاواټو د ظرفیت سره نصب شي. ښاري او صنعتي مرکزونه د ۱۰۰۰ میګاواټه اټومي برېښنا د سرچینو لخوا او د افغانستان کلیوالي او لرې پرتې سیمې به د ۲۵۰ میګاواټه تولیدي سرچینې لخوا تامینېږي، دا هر څه د اوبو د مدیریت د یو بشپږ سیسټم پورې تړلي دي چې د سړولو لپاره اړین دي. د وړاندیز شوې برېښنا د سرچینو شمیر نه دی ټاکل شوی چې کیدای شي ډیر یا لږ وي او د دوی ترمنځ د واټ مختلف ویش شتون لري. خو هغه څه چې مهم دي دا دي چې د اټومي او د ودانیزو چارو د انجنیرانو سره په مشوره کې باید ټول بنسټیز نظرونه په پام کې ونیول شي چې پدې کې شامل دي: لومړی د بټۍ یا د فابرېکې د ځای پر ځای کولو تشخیص (یا لږ تر لږه لومړۍ ډله). د ځمکې چمتو کولو ته اړتیا ده – د درجه بندۍ سطحه او د زلزلې تثبیت. د کوم هېواد طراحي به د استفادې وړ وګرځي کېدای شي دا هېواد- روسیه، چین، فرانسه، او یا کوم بل هېواد وي. د برېښنا د مزي او د کېبل لارې او د برېښنا د ټولې شبکې ترتیبات به څنګه وي؟د برېښنا سرچینه به څنګه د سیمې له نورو اسانتیاوو او منابعو سره یو ځای شي؟ افغانستان کولی شي چې په مستقیم ډول د څو لوړو حرارت لرونکو ریکټورونو HTR څخه عالي ډول غوره کړي، کوم چې د ریکټور خورا پرمختللی ډولونه دي، لکه د عکس العمل عامل ریکټورونه او/یا د مذابې مالګې ریکټورونه. MSR کوم چې ممکن د تمې په پر تله خورا ګړندیو سوداګریزو پلي کولو لپاره چمتو وي او د کان کیندنې په فعالیتونو کې خورا ګټورې ځانګړتیاوې و ښیې. په هرصورت، افغانستان د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې IAE بنسټ ایښودونکی غړی و. او د دې سازمان د جوړولو تاریخ لري. تر ټولو مهمه داده چې د ټکنالوژۍ د لېږد تر څنګ باید د افغان ځوانانو او محصلینو اټومي زده کړو ته هم پاملرنه وشي. د پوهنتونزدکړیالان باید د اټومي صنعت لپاره د کاري ځواک رامینځته کولو لپاره اټومي انجنیري، برېښنا او په اړونده برخو تمرکز وکړي. په دې مسله به نور بحث وشي. یو ټکی دا دی چې ولې د افغانستان
لپاره د برېښنا ٪۳۵ اټومي ظرفیت غوره شوی، تر ټولو لوړه کچه که څه هم اوس افغانستان د دې یو واټ نه لري. پداسې حال کې چې د ډبرو د سکرو د احتراق انرژي
2.7 x10^ 4 j/g (جول د تیلو هر ګرام) او طبیعي ګاز د احتراق تقریبا د ورته ترتیب اندازه د انرژۍ جریان لري، د اټومي بریښنا د انرژي 3.7 x 10 ^ 9 j/g جریان لري. کوم چې پنځه ځله تر دې ډېر لوی دی. دوهم، د هر برېښنا سټیشن د تولید لپاره د «ظرفیت فکتور» په نوم یوه اندازه شتون لري. دا د هغه بریښنا تناسب دی چې د برېشنا سرچینه یې د فعالیت په وخت کې تولیدوي د هغې برېښنا په پرتله چې په کال کې ۳۶۵ ورځې په ٪۱۰۰ ظرفیت کې فعالیت وکړي تولید کولی شي. د ٪۱۰۰ ظرفیت فکتور پدې معنی دی چې د تولید واحد تل د متحده یالاتو د انرژۍ د وزارت سره سم فعالیت کوي. د اټومي فکتور ضریب ظرفیت د ۹۰ او ۹۲.۷ سلنې تر منځ د تیلو د سوند د ټولو سرچینو په منځ کې لوړ دی. یو ځل چې د اټومي برېښنا فابریکه جوړه او روانه وي یوازې په هرو ۱۸ میاشتو کې یو ځل د سوند توکو ته اړتیا لري. د تیلو د نورو سرچینو لپاره د ظرفیت فکتور خورا ټیټ دی: طبیعي ګاز ٪۵۴.۵ دی. د ډبرو د سکرو له ٪۶۰ څخه پورته (پرته له دې چې تولید یې له منځه لاړ شي. تر څو د لمر او د باد د انرژۍ تولید ته زمینه باربره شي). د متحده ایالاتو د انرژۍ د وزارت په وینا د اوبو د برېښنا منځنۍ کچه ٪۵۰-۴۵ ده. کله چې وچکالي وي د هایدرو تولید ٪۲۰، تر ٪۸۵ پورې لږېدای شي. نو ځکه، اټومي انرژي د سوند له نورو سرچینو په پرتله د انرژۍ د جریان د لوړ ضریب ظرفیت لري. د دې د پرتلې یو بل دا معیار دی چې د څلورم او نوي نسل په طراحۍ کې پرمختګ مومي. البته د اټومي برېښنا سرچینه هره ورځ د هغو د سړېدو لپاره ډیرې اوبه مصرفوي او په افغانستان کې په لویو سیندنو او یا کانالو کې نصبېدای شي . په دې معنی، د اوبو مدیریت او د اوبو د برېښنا اټومي انرژۍ ته د لاسرسي لپاره د اساسي بنسټونو د پلیټ فارم په توګه ځان څرګندوي.د انرژۍ نورې سرچینې اوس د سکتورونو ژمنې ته د برېښنا
د تولید لپاره د سوند مختلفې سرچینې، د اټومي، وسایلو سره یوځای په افغانستان کې د برېښنا د تولید د ظرفیت کمېدو ته وګورئ.

د انرژۍ نورې سرچینې

طبعي ګاز

د افغانستان د طبیعي ګازو د پام وړ او په لویه کچه نا کشف شوې ګازي زیرمې لري چې ترې استفاده کیدای شي. دا د ګاز څخه د بریښنا د تولید لپاره یو ځانګړی او د زړه راښکونکی ګرځنده واحد میتود هم لري. د آلمان د هېواد د  مونیخ په ښار کې میشت زمنس د SGT-A45 په ټریلر نصب ګرځنده جنراتور رامنځته کړی کوم چې د بشپړې ګازي فابریکې اصلي اساس دی. د دې کار پیل لاره دا ده چې هر څه د سیمنز په فابریکه کې پیل کېږي. زمنس د ګاز توربین ټریلر جوړوي. جنراتور ټریلر او د دریم نسل د برېښنا د کنټرول ماډل ټریلر هم جوړوي – چې د ټریلر په نوم یادیږي ځکه چې ټولې درېواړه دستګاوې په جلا تخت کې ایښودل شوي. دا درې واحدونه په لویو ترانسپورټي الوتکو کې ایښودل کېږي او بارېږي چې بل هیواد ته الوتنه کوي چیرته چې دا د لاریو په واسطه خپل ځای ته لیږدول کیږي. زمنس وایي چې دې کې د   PLUG   and  PLAY        اپشن لري: مقصد دوه وسایل یو له بل سره وصلېږي او نور تجهیزات او نور اړین توکي په دې واحدونو پورې تړل کېږي. موږ پدې کې د ۱دقیقې او۴۵ ثانیو ویډیو خپره کړې ده چې لیدل یې خورا ګټور دي :

https://www.youtube.com/watch?v=r4H_j-DoSaY

د هوا سره په تعامل طراحي شوی دی. او تر ۴۱ میګاواټه برېښنا په (۵۰ هرټز) کې تولیدوي. د بیات د انرژی ګروپ او بیات پاور د زمنس دغو واحدونو څخه یوه لړۍ اخیستې او د افغانستان په شبرغان ښار کې چې د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولایت مرکزي ښار دی، د سفید رود په څنډه کې د برېښنا د یوې سرچینې په جوړولو کې ترې کار اخلي. د شبرغان د برېښنا سرچینه، چې له څو توربینونو څخه جوړه ده، د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا وړتیا لري او په ۲۰۱۹ کال کې یې په کار پیل کړی. دا په افغانستان کې د برېښنا تر ټولو لویه سرچینه جوړوي، که څه هم دا ډیره لویه نه ده. مګر دا خوراهیله بخښونکې ده. بیات پاور ګروپ د بیات د لوی ګروپ یوه برخه ده چې په ۲۰۰۲ کال کې د ډاکټر احسان الله بیات له خوا تاسیس شوې او د افغان بېسیم مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو، رسنیو او انرژۍ شرکتونه لري. د بیات ګروپ کورپاڼه وایي چې دا په مستقیمه توګه ۱۰۰۰۰ افغانان په کار ګماري چې دا کمپنۍ په افغانستان کې تر ټولو ډېر شغلونه جوړوي. ډاکټر احسان الله «احسان» بیات یو افغان-امریکایي متشبث دی چې، په کابل کې زیږیدلی، د نیوجرسي د ټکنالوجۍ په انستیتوت کې یې زده کړې کړي او یو څه موده یې په پاکستان کې ژوند کړی دی. د زیمنس په اړه لنډه وینا: سیمنز په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۸۵ تولیدي فابریکې لري او په ۱۹۰ هیوادونو کې فعالیت کوي. د آلمان ټولې ۱۷ اټومي بټۍ یې جوړې کړې او د Thyssen-Krupp سره په ګډه پانګه کې د Transrapid maglev پروژه جوړه کړه.چې خورا ارزښتناکې انجنیري او تولیدي وړتیاوې لري. په هرصورت،مهم ټکی دا دی چې دا شرکت په ډیری هیوادونو کې د برېښنا د تولید او طراحۍ لپاره د څو ښو شرکتونو له ډلې څخه دی. جنرال الکتریک GE د HA۹ په نوم د عالي او د لوړ ترکیبي ظرفیت سرچینو دوران رامینځته کوي. GE ادعا کوي چې د ګازو څخه جوړې شوي بټۍ د ٪۶۲ تبادلې موثریت لري، کوم چې په فوق العاده لوړ دی (د مستنداتو لپاره، په یوټیوب کې ویډیو وګورئ

//: https):www.youtube.com/watch? v=1eiBMqVuPA8 نور هیوادونه هم شته چې د ګازو د سوځولو د برېښنا غوره سرچینې جوړوي.             د افغانستان د پرمختګ د ملاتړ په برخه کې، نظریه دا ده چې څومره ژر کېدای شي باید د ګازو د برېښنا سرچینې جوړې شي. د دیو فلیکینګر پاور ګروپ رییس ډیوی فلیکینګر، د سپتمبر په ۱، ۲۰۱۵ کېکېویټ پاور مجلې ته وویل،  «د نن ورځې ډیری [د ګازو څخه] د بریښنا د تولید پروژې … اغلب د ۲۸ کلونو څخه په لږ مهال کې مهندسي، تهیه، جوړې او په کار اچول شوې دي. له ۲۸\۳۰ میاشتې پورې دا بټۍ جوړېدای شي». د هغو سیمو لپاره چې په ښه توګه چمتو شوي او ښې غوره شوې وي په پام کې ونیسو . ممکن دا په افغانستان کې څو میاشتې نورې وخت هم ونیسي، نو د چمتو کولو، جوړونې او نورو لپاره ګډ وخت کیدای شي له ۲.۵ څخه تر ۳ کلونو پورې وي. شاید د سیمنز AGT-A45 د بټۍ د واحد  د جوړولو کار په چټکۍ سره ترسره شي. د برېښنا د تولید له څلورو اصلي طریقو څخه – اټومي ، طبیعي ګاز د ډبرو د سکاره او د اوبو برېښنا – د ګازو دبریښنا د تولید فابریکې ترټولو چټکې جوړېدای شي. د مثال په توګه: په چین کې، دا پنځه کاله وخت نیسي چې د برېښنا د اټومي تولید سرچینه جوړه شي. د ډبرو د سکرو شاوخوا له څلورو څخه تر شپږو کلونو پورې دوام کوي. او د اوبو د برېښنا، د دې برخې د چارواکو په وینا، له ۴ څخه تر ۷ کلونو پورې وخت نیسي، مګر که ډېر کوچني واحدونه جوړ کړۍ.

په افغانستان کې د برېښنا د تولید د بیلابیلو میتودونو په سرعت او په لنډه موده کې د ګازو د برېښنا د وړاندیز په اړه یو مهم نظر د یوه هیواد د خلکو د پرمختګ، روغتیا او سوکالۍ په اړه د ابن سینا تګلاره د کار په سر کې راولي او د دې لپاره، د عصري روغتیا او روغتون د سیسټمونو مدرنیزه کول دي. له نېکه مرغه افغانستان د ګازو ډېر زېرمې لري. عمومي روغتیا – حفظ الصحه ، ښه تغذیه او، د عصري روغتیا ټول سیسټمونه د پام وړ برېښنا ته اړتیا لري. له همدې امله، دا ملاحظات د ابن سینا د پراختیایي پروګرام د پلي کولو لپاره په افغانستان کې د ګازو د برېښنا د فابریکو جوړولو ته اړتیا لري او په ورته وخت کې د اتومي، ډبرو د سکرو او د اوبو د برېښنا سرچینې رامنځته کوي، ځکه چې دا هر یو ځانګړې ځانګړتیاوې لري. او ګټور کیفیت لري، که څه هم دا ممکن د جوړولو لپاره لږ وخت ونیسي. موږ هڅه کوو چې  د بیړنو مسایلو په توګه جوړ کړو او د جوړولو وخت ممکن د ۱۲ -۶ نورو میاشتو پورې را لږ کړو. افغانستان د طبیعي ګازو د پام وړ زیرمې لري، که چېرې ترې ګټه پورته شي. د رویټرز د سپتمبر په ۷، ۲۰۱۲ کې یوه مقاله چې سرلیک یې دی چې Exon« په افغانستان کې د تیلو او ګازو په میدانونو کې» «ډېر هیله بخښونکی» راپور ورکړی چې افغانستان «نږدې ۵۹(ټریلیون متر مکعبه فوټ )TCF  د طبیعي ګازو زیرمې لري، چې په ګاونډیو هیوادونو کې د ثابتو زیرمو نیمایي برخه ده. د عراق «د

BP یوه ویاند د رویټرز په مقاله کې ویلي چې اکسون به په افغانستان کې د طبیعي ګازو د سپړلو هڅه ونه کړي کوم کار یې چې په هغه وخت کې ترسره کاوه «تر څو چې سیمې ډیرې هیله بخښونکې نه وي» خو افغانستان یوازې په کال کې ۶۶۷۵ میلیونه متر مکعب طبیعي ګاز تولیدوي، چې ډېر ښه کېدلی شي.        د شیلر انسټیټیوټ لید  ۲۵ ځله د ګازو د تولید د زیاتولو لپاره د ټیکنالوژۍ پراخ تزریق، پرمختللو تجهیزاتو او ماهر ځواک ته اړتیا لري.

د انرژۍ له مصرف سربیره، د ګازو سرچینې د سرې تولید، د صنعتي مرحلو        او محصولاتو او همدارنګه د تیلو د مصرف لپاره هم مهم دي . 

ډبرو سکاره

د افغانستان د ډبرو د سکرو زېرمې د پام وړ دي چې ډېره پاملرنه یې ځان ته را اړولې ده خو ډېر لږ کار پرې شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د مې په ۳۱ په عرب نیوز کې یوه مقاله خپره شوه چې سرلیک یې دی: «چینایي شرکتونه د افغانستان د انرژۍ په برخه کې پانګونه کوي . چارواکو د دوشنبې په ورځ [د ۲۰۲۱ کال د می په ۳۱ مه] څرګنده کړه چې «د چینایي شرکتونو یوه ډله چمتو ده چې په افغانستان کې د ډبرو د سکرو د برېښنا د بټې د پروژې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالر ولګوي». د پانګې اچونې پلانونه په معدنونو په دې بډایه هیواد کې د چینایي متشبثینو لخوا د مخ پر ودې اقتصادي ښکیلتیا وروستۍ نښه ګڼل کیږي. «دغه ډله چې په افغانستان کې په یو شمیر خصوصي سوداګریو کې ښکیله ده، د ۲۰۲۱ کال د می په ۲۹ مه یې له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال خپل دا هوډ څرګند کړ». د افغانستان د برېښنا د ادارې ویاند، سنګر نیازي، عرب نیوز ته وویل، «په افغانستان کې د برېښنا د تولید لپاره د ډبرو د سکرو کارول له سیمې څخه د اوبو د برېښنا د واردولو په پرتله ارزانه ده» د خپلو پخوانیو عملونو پر بنسټ، موږ په معقول ډول ډاډه یو چې چین په افغانستان کې د برېښنا کومه سرچینه جوړوي چې د ډبرو د سکرو څخه جوړه شوي دودیزه د برېښنا سرچینه نه وي، بلکې یو سوپر-کریټیکل  USC یا سوپر-کریټیکل  SC د ډبرو د سکرو څخه جوړه شوي د برېښنا سرچینه وي. چین په تیرو ۸-۷ کلونو کې د ډبرو د سکرو نږدې هره نوې کارخانه چې جوړه کړې د SC یا USC  پلانټ دی.

 د روسیې او هند په اړه هم همداسې ده. د USC جنراتورونه د ۴۴ څخه تر ۴۷ سلنې په حرارتي موثریت په بټیو کې کار کوي، د دودیزو ډبرو د سکرو  دجنراتورونو لپاره د ۳۴ سلنې په پرتله دا د ډبرو د سکرو د پاکې برېښنا سرچینو په توګه پېژندل شوي او د د تولید پروسه یې نایټروجن دیاکسایډ، ګوګړ،ډای اکسایډ، لیډ، سرب، او نوره ډیره د ککړتیا زمینه له منځه وړي، چې معمولا د ډبرو د سکرو د برېښنا د تولید سره تړاو لري. «د ډبرو پاک سکاره کولی شي نړۍ ته برېښنا ورکړي» د ریچارډ فریمن لیکنه، د اګست ۶، ۲۰۲۱      EIR د شیلر انسټیټیوټ وړاندیز له افغانستان څخه غوښتنه کوي چې د ۲۵ څخه تر ۳۰ کلونو پورې د ۱۲۹۷۴ میګاواټه د ډبرو د سکرو څخه د نصب شوې برېښنا د تولید ظرفیت رامنځته کړي چې دا به هیواد قادر کړي چې د افغانستان د برېښنا د مصرف ۲۵ سلنه تولید کړي پورته جدول ته وګورئ دا په مختلفو لارو ترسره کیدای شي، مګر دا د برېښنا د سرچینو ترکیب ته اړتیا لري په ځانګړې توګه د ۴۰۰ او ۶۰۰ میګاواټو د سکرو د ډبرو بټیو ته د هیواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په یو دقیق پلان دی. د ډبرو سکرو د سوند د لسو ۱۰ /۴۰۰ میګاواټه د برېښنا د ظرفیت سرچينې را منځته کیدای شي. دولس ۶۰۰ میګاواټه د برېښنا سرچینې؛ د دوه ۱۰۰۰ میګاواټو د برېښنا د سرچینو ترکیب چې ټول ټال د ۱۳۲۰۰ میګاواټو په ټول ظرفیت نصب شي. د افغانستان د ملي ماموریت پراساس تولید کونکو د ودانیزو ګټو مهالویش او نور د انجینرانو د ټیمونو لخوا پکار کېږي. د ۲۰۰۵ کال د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې یوې مطالعې چې عنوان یې دی « د افغانستان د ډبرو د سکرو د ارزانه زیرمې » راپور ورکړی چې «افغانستان له متوسطو تر بالقوه ډول د ډبرو د سکرو ډېرې زیرمې لري».     د ډبرو د سکرو ډیره برخه «نسبتاً ژوره یا اوس مهال د لاسرسي وړ نه ده «دا ځکه چې د نسبتا غوره ټیکنالوژیو په کارولو سره د ډبرو د سکرو بیا موندنې لپاره محدودې هڅې ترسره شوې.

د  Worldometers.comیوې څېړنې ښودلې چې په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان د ډبرو د سکرو زیرمې ثابتې کړې دي. دا ډبرې ۷۲.۶ ملیون ټنه وه.    د طبیعي ګازو په څیر، افغانستان د برېښنا د تولید لپاره د ډبرو د سکرو پراخه زیرمې لري. افغانستان ته د ډبرو د سکرو د استخراج تجهیزات او د ډبرو د سکرو څخه د برېښنا د تولبد سرچینې چمتو کول او دا هیواد کولی شي په لویه 

کچه د بریښنا په برخه کې په ځان بسیا شي .

د اوبو برېښنا

د شیلر انسټیټیوټ چې په یوه نسل کې د ۱۴۳۲۴ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت ته پوتنسیل د اوبو د برېښنا له فوق العاده سرچینو څخه ترلاسه کول دي. د اوبو د برېښنا د بند تاسیسات د ۱۴۰۰ میګاواټو څخه نیولې د ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ میګاواټو پورې کیدای شي. په افغانستان کې زیاتره شته بندونه کوچني دي او تر ټولو لوی یي د نغلو بند د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ میګاواټو په ظرفیت سره د کابل په سیند باندې نصب شوی دی. د د اوبو د برېښنا د بندونو پېژندل شوی احتمالي لیست چې په افغانستان کې جوړېدای شی او د نصب شوي ظرفیت میګاواټونه دا ښیي چې احتمالي نوي نصب شوي ظرفیتونه به ۷۵۱۳.۵ میګاواټه وي. د شیلر د انسټیټیوټ د ۱۴۳۲۴ میګاواټو د لیست د نصب  د ظرفیت پلان به نږدې دا دوه چنده کړي، مګر دا د اوبو د برېښنا د کوچنیو پروژو په ګډون د نوي ظرفیت د مطالعې او تصدیق سره پراخېدای شي. او د میکرو د اوبو د برېښنا (MHP) پروژې به پراختیا ومومي.

اټومي

په افغانستان کې د اټومي برېښنا د بندونو جوړول، چې پورته پرې بحث وشو، باید د ۹۰۶۹ میګاواټو د تولید ظرفیت ولري دا امر به په عصري اقتصاد او اټومي عصر کې پیاوړی رول ولوبوي افغانستان د دې بدلون د راوستلو لپاره د ودانیزو  ملګرتیاو لپاره څو احتمالي شریکان لري چین، فرانسه، کاناډا او جاپان ټول د لوړ موثریت اټومي برېښنا د سرچینو ډیزاین او جوړول کوي. روسیه چې د اتومي انرژۍ دولتي شرکت rosatom په نړۍ کې د اټومي انرژۍ ترټولو لوی صادرونکی دی.

د «نوې کیدونکي» انرژي وژونکې لومه

د «اقلیم بدلون» سره د مبارزې په نوم، د باد او لمر ټیکنالوژیو ته وده ورکول تقریباً اجباري شوي دي. په علمي توګه، دا په عقلي لحاظ صادقانه نه ده چې د باد او لمر نصب شوي ظرفیت (چې د انرژي کم جریان لري او ډیر متناوب وي) د هایدرو پاور (ډیر لږ متناوب) سره پرتله کړئ. د مثال په توګه، په فرانسه کې د لوړ ټیک های باډي یوازې ۲۵.۷ د دوی د نصب شوي ظرفیت سلنه! چمتو کوي. نو دا په دې معنی ده چې کله د آسیا پراختیایي بانک وایي چې افغانستان د باد ۶۷۰۰ میګاواټه ظرفیت لري، دا پدې مانا ده چې تاسو به د هغې یو پر څلورمه برخه ترلاسه کړئ، یا ۱۶۷۰۰میګاواټه، د هغه ۲۳۰۰۰ میګاواټو څخه ډیر لږ دی چې تاسو یې د اوبو برېښنا څخه ترلاسه کولای شۍ. البته، دا د اوبو د مدیریت او د سیلاب له تنظیم سره هېڅ مرسته نه کوي. د لوېدېځ هڅه داده چې ټوله نړۍ قانع کړي چې د فوسیل په تیلو بندیز ولګوي، اټومي برېښنا پرېږدي او د لمر او باد بریښنا ته وده ورکړي په ښکاره ډول د ناټو جیو پولیټیکي پلان دی چې « امریکایان روسان، او پاتې نور یې کښته وساتي». دا خبره د ناټو د پخواني سرمنشي لارډ اسمای له یوه بیان څخه نقل شوې ده.

زده کړه

د افغانستان د بریښنا د پالیسۍ د ښه کولو لپاره یو مهم عامل د اټومي انجینرانو، اټومي تخنیکرانو، د برېښنا د سرچینو د عملیاتي افرادو او داسې نورو د یوې ډلې روزنه ده. د دې روزنې ځینې لړۍ پیل او په بهر کې د څو کلونو په لڼډو مهالوکورسونو تدریس ترسره کېږي. د روسیې د اټومي څیړنو ملي پوهنتون MEPhi ، کوم چې د اټومي صنعت د متخصصینو په روزنه کې تخصص لري. د مثال په توګه، دا پوهنتون راپور ورکوي چې اوس مهال ۱۵۰۰ نړیوال زده کونکي لري، د قزاقستان، ترکیې، اردن، ویتنام، او بنګله دیش په ګډون دوی روسي زده کوي او کورسونه لکه اټومي فزیک او ټیکنالوژي او د اټوم د برېښنا د سرچینو: طراحي، عملیات او انجنیري. د روسیې د تومسک پولی تخنیک پوهنتون هم نړیوالو زده کونکو ته یو اساسي نصاب وړاندې کوي د برازیل، مصر، ګانا، نایجیریا، هند، تانزانیا څخه محصلینو ته زده کړې ورکوي. په چین کې د شانګهای جیایو تونګ پوهنتون شته چې نړیوالو محصلینو ته د اټومي پوهې او ټکنالوژۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ارایه کوي. د متحده ایالاتو، فرانسې او جاپان پوهنتونونه هم دا ډول دورې ارایه کوي. په ورته وخت کې، کوچني تجربوي څیړنیزو ریکټورونه (اکثرا لس ۱۰ میګاواټه) د ښارونو په مرکزونوکې لکه کابل او هرات باید جوړ شي . د عکس العمل دا ډول عمل راډیویي ایز توپونه د روغتیا، کرهنې او د صنعتي کارونې لپاره تولیدوي او ځینې وختونه دا د ایزوټوپونو د غبرګون د عامل په نوم یادېږي. د وړانګو د لیکو د تجربو لپاره زیرمه کیدای شي کله چې د ګړندیو ذراتو مسیر وکتل شي او داسې نور.که څه هم واړه دي، اما د واقعي سړولو له اټومي سیسټم سره د اصلي عکس العمل لامل کېږي چې مطالعه کیدای شي. د افغانستان په پوهنتونونو کې به د اټومي فزیک د پرمختللو کورسونو د تدریس هڅې ګړندۍ شي. وروستی هدف دا دی چې د پوهانو یوه ډله جوړه، شي په لومړي سر کې شاید څلور پنځه یا لس کسان وي، اما په نهایت کې به یې شمیر زرګونو ته ورسیږي، کوم چې اټومي پوهان به وي چې د اټومي برېښنا سرچینې به هدایت کړي او د عکس العملونو عامل طراحي او د افغانستان په خپلو اصلي سیمو کې به پرمختګ رامنځته کړي. د دې پوهانو پروګرام به له نړۍ سره مرسته وکړي. اصلي موخه دا ده چې افغاني ټولنې ته په تصادفي ډول برېښنا تولید کړي، څو په لومړیو درېو کلونو کې د انرژۍ د اقتصاد ځینې خورا اړین سکتورونه برابر شي. د لومړیو اوو څخه تر لسو کلونو پورې به ځینې لوې صنعتي، بنسټونه او ټولنیز خدمتونه پیل شي. تر ۲۰۵۰ کال پورې به افغانستان یو مدرن اقتصاد وي.