// اوبیز ځواک

د افغانستان راتلونکی بنسټ
کارل ویریکن، سیاسي شنونکی، د بنسټونو خبریال، پاریس،فرانسه

د اوبو جیولوژي (اوبیزه ځمکپېژندنه)

د ماهیپر د برېښنا سټیشن د (۶۶ میګاواټه)  په ظریفیت د کابل په 40 کیلومترۍ کې په 1۹۵2 کال کې د آلمان په همکارۍ جوړ شو.

د افغانستان (جیولوژیکي) د زمکپېژندنې او (ډیموګرافیک) د نفوسو معلومات  موږ ته یو نړیوال حقیقت را په ګوته کوي: چې له اوبو پرته ژوند ناشونی دی ! 

د ډیرو نورو هېوادونو په څیر، د افغانستان د اوبو د سرچینو نقشه د ګڼ میشتو  سیمو سره سمون لري. یو افغاني متل دې ته اشاره کوي چې د هندوکش د غرونو د وارې ولې کېدا د هېواد د ډیرو برخو د اوبو اصلي سرچینه ده او وایي:

«کابل دې بې زرو وي، خوبې واورو نه » د هندوکش همالیا د ۳۵۰۰ کیلو مترو څخه ډیر پراخوالی لري او په اتو هیوادونو – افغانستان، بنګله دیش، بوتان، چین،هند، نیپال، میانمار او پاکستان کې بهېږي – په نړۍ کې ترټولو مهم «د اوبو برج» دی، چې همدا د آسیا د لسو لویو سیندونو سرچینه. د شمال او

 د  جنوب له قطب څخه بهر د کنګل او واورې د ډېر ستر حجم په توګه په  ګډه، دا سندونه د ۱.۳ ملیارډه وګړو او نفوس ته د څښاک او کرهنې، انرژۍ،   صنعت او روغتیا اوبېزې اړتیاوې پوره کوي چې د غرونو او سیندونو په لاندې څڼډو کې پراته دي او د دوی ملاتړ کوي. په افغانستان کې د اوبو مهمې        سرچینې شته چې اوسط کلنی ورښت یې د ۱۶۵۰۰۰ میلونه متره مکعب سره مساوي دی، کوم چې شاوخوا ۵۷۰۰۰ ملیونه متره مکعب یې د سطحې سیندونوله لارې جریان لري. دا اندازه د سړي سر شاوخوا ۲۲۸۵ متر مکعبه ده، چې په اصل کې کافي مقدار دی. په هرصورت، اوبه په عمده توګه د واورې د اورښت له امله رامنځتهکېږي او واوره د افغانستان د اوبو د رسولو اصلي سرچینه ده.

چې هرکال د واورې د ورښت یوه دوره پیلوي: د واورې ستر کنګلونه او د واورې سیمې رامنځته کوي چې په تودومیاشتو کې ویلې کېږي چې نهرونو او سیندونو ته اوبه بهوي.د کافي حوضوي سیسټمونو او مدیریت پرته اوبه په څو میاشتو کې له لاسه وځي او په دې زمکو  کې په مساوي ډول نه ویشل کېږي. په  داسې حال کې چې ځینې یې ځمکې ته ننوځي او د ځمکې لاندې اوبه او د اوبو لګولو د پخوانیو سیسټمونو د بیا رغولو لپاره کارول کېږي دا یو عام راز دی چې د هېواد دوه پر دریمه برخه اوبه ګاونډیو هیوادونو ایران، پاکستان او ترکمنستان ته بې ګټې ځي.

دا امر ډیرې هغه ننګونې مشخص کوي چې باید ور سره مقابله وشي.

د دې پرځای چې ژورې څاګاني وکیندل شي، کوم چې په زیاتېدونکي توګه د  اوبو دویجاړولو او د زرګونو کالونو پخوانی د ځمکې لاندې کانالي سیسټمونه بې ثباته کوي د تغذیې حوزې دې جوړ شي د پراخ سمون لپاره د اوبو مدیریت او د اوبو سم پروګرام کولی شي چې معجزه وکړي.

افغانستان د پنځو سترو سیندونو حوزې ۲۵۰ لوی سیندونه او زرګونه واړه سیندګوټي لري.

د کابل د سیندونو سیمه (حوزه)

د افغانستان د سیندونو په منځ کې د کابل  سیند مستثنا دی، چې  تل ډک وي. دا له ختیځ څخه پاکستان ته بهېږي او د سند د سیند سره یو ځای کېږي چې په عربي سمندر کې منزل ته رسېږي.    پداسې حال کې چې د  دې حوزې یوازې د ټولو ځمکو او خاورې ٪12 پوښي، دا د اوبو د جریان ٪۲۶ جذبوي. شاوخوا ۷ ملیونه خلک هلته ژوند   کوي، چې نیمایي یې په پلازمینه کابلکې دي.

 دوه لوی بندونه د کابل د سیند له حوزې څخه د برېښنا د تولید او د اوبو د لګولو لپاره کار اخلي: د نغلو بند (۹۷ میګاوا  ټه) د روسیې لخوا جوړ شوی او د سروبي بند (۲۵ میګاواټه)

د آمو د سیند سیمه (حوزه )

د امو سیند( په پخوانیو وختونو کې د     Oxus په نوم پېژندل کېده) ۲۵۴۵ کیلومتره اوږدوالی: په شمالي سرحد کې، دا د هیواد یوازینی لوی سیند دی. د آمو د لوی سیند دوه عمده څانګې  پنج او وخش دي. د افغانستان،تاجکستان او ازبېکستان دجمهوریتونو ترمنځ دا پوله د خپل پورتنۍ لارې شاوخوا زر کیلومتره جوړوي او د اورال سیند ته پای  مومي. د افغانستان نږدې ٪۶۰ د اوبوزیرمې له آمو سیند څخه تامینېږي د اوبو ، بریښنا او د اوبو لګولو ظرفیت یې خورا لوړ دی. (لاندې مطاالب وګورئ)

د هلمند د سیند سیمه (حوزه)

۱۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، او په سویل  لوېدیز کې اصلي سیند دی، دا د افغانستان د سطحي اوبوله ٪۴۰ څخه زیاتې اوبه تشکیلوي او د افغانستان او ایران په سویل کې د سیستان د سیمې (حوزې)  لپاره د اوبو رسولو اصلي سرچینه ده. چې د هندوکش له مرکزي غرونو څخه  سرچینه اخلي، د هیواد له سویل لوېدیزو سیمو څخه تېرېږي او په ایران کې  پای ته رسېږي. دهلمند په سیند کې دوه بندونه کار کوي، د کجکي بند (۵.۵۲ میګاواټه) او د ډالې بند د څښاک او د اوبولګولو لپاره اوبه چمتو کوي) چې    دواړه دمتحده ایالاتو لخوا په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کې تاسیس شوي دي.

حوضه شمالی

این تنها 2 درصد آب را از برف میگیرد.

د هري سیند یا د هریرود سیمه (حوزه)

هریرود له مرکزي افغانستان څخه  سرچینه اخلي او لوېدیځ او شمال لوېدیځ ته د ایران هېوادته ځي. د هند او  افغانستان د دوستۍ بند یا سلما بند (۴۲میګاواټهبرېښنا او د بولګولو لپاره اوبه برابروي) د دې سیند په اوبو باندې کار کوي،

د وچکالۍ او د سیلابونو څار

که په ښه توګه مدیریت شي، د واورې د اوبو د جریان وخت او موده د انسان د تولیدي فعالیتونو، په ځانګړې توګه د کرهنې، صنعت،استوګنې، کان کیندنې،       روغتیا او د انرژۍ د تولید لپاره یو فرصت دی. مګر د انسان د هوښیارتیا پرته، کولی شي چې د وچکالۍ اوسیلاب جدي خطر را منځ ته کړي. د اوبو ښه مدیریت کولی شي د سختو موسمي پیښو لکه النینو په وړاندې ملي مقاومت    ډیر کړي، کوم چې د اوبو په نمونو کې د بې ثباتۍ لامل کیږي. په ۲۰۱۹ کې اقلیم پیاوړی شو او په دې وروستیو کې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د پاکستان او افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او د سختو سیلابونو له امله په پاکستان کې شاوخوا زر او په افغانستان کې لږتر لږه ۱۸۰ کسان ووژل شول.

سړکونه او د بشري مرستو لپاره له غنمو ډکې زیرمې په اسانه ډول لمدې شوي د سیلابونو له امله د خلکوڅاروي، زرګونه کورونه او ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د کانالونو  ترڅنګ ویجاړه شوې ده. د وچکالۍ له امله کرهنیزې ځمکې ویجاړې شوې. له بده مرغه، تر اوسه پورې، سیمه ایزې زیربناوې د وچکالۍ په وخت کې د    ناګهاني سیلابونو یا د زیرمو د بندونو د مخنیوي لپارهسیسټمونو کې ندي شاملې شوي. په پایله کې د ۲۰۱۷ کال له وروستیو څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې،  د هندوکش د غرونو په لوړو سیمو کې له  وچکالۍ وروسته، افغانستان یو ځل   بیا د خوراکي توکو له کمښت او د څارویو له مرګ سره مخ شو او په هغه وخت کې له ۱۰ میلیونو څخه زیات خلک له وچکالۍ څخه له نا امنیو سره مخ شوي.

په کرهنه باندې د وچکالۍ د سلسلې د غبرګون اغیزې ښې پیژندل شوي. له وچکالۍ وروسته ، راتلونکې اوبه خاوره کې نفوذ نکوي. سېلابونه ، خټي او  چقړې وضعیت خرابوي او فصلونه له منځه وړي.

څاروي هغوسیمو کې ګرځي چیرې چې پکې څرېدلای شي.اما څاروي یوازې غوښه، شیدې او څرمن نه دي دا هغه ابزار دي چې ډیری افغان بزګران په خپلو ځمکو د کار کولو لپاره پرې تکیه کوي. او په نهایت کې، هغه مالداران چې نشي کولی خپلو رمو ته واښه  ورکړي خپل څاروي په ټیټ نرخ پلوري یا د ژوندي پاتې کیدو په هیله  نوروسیمو ته ځي. په ۳۰۰۳ کال کې له دغو وچکالیو څخه وروسته، د ملګرو    ملتونو د خوړو او کرهنې سازمان FAO  یو راپور خپور چې په غزني، زابل،  کابل او کندهار ولایتونو کې شاوخوا ٪۶۰ کوچیانو خپل څاروي له لاسه  ورکړي دي. په ښکاره ډول د دې ناورین مخنیوی کیدای شي. او کله چې په   ۲۰۱۰ کې افغان چارواکو وویل چې د بیارغونې لپاره لږ تر لږه ۲ ملیارد ډالر د   اوبو د مدیریت یو زوړ او ناسم سیسټم بیارغړلو ته اړتیا ده، لوېدیځ او ناټو بل   لور ته وکتل. څومره چې نفوس ډېرېږي، د څښاک اوبو ته اړتیا هم ډېرېږي. د   دې ارزښتناکو سرچینو په لټه کې، په کابل کې، د قنات د طبیعي زیرمو څخه اوبه په دوه برابره د ډکېدا سره بیا را وېستل کیږي.

په پایله کې،په تیرو ۲۰ کالونو کې، د ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ متره ټیټه شوې.

اوس، د کابل په سیمه کې د  څاه کیندلو لپاره، کارګران باید لږ تر لږه۱۰۰ متره ځمکه ژوره کړي ترڅو اوبو ته ورسیږي. په کلیوالو سیمو کې وضعیت ډیر ښه نه دی، چیرې چې خلک په  زیاتیدونکي توګه د

ځمکې په سطحه کې د خوږو اوبو د سرچینو د موندلو لپاره هڅه کوي.

 په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا جیولوژیکي سروې د افغان هایدرولوجستانو په مرسته تاید کړه چې په تېرو پنځو کلونو کې د ورښت د  کمښت له امله د ځمکې لاندې د اوبو کمښت هر کال ډېر شوی دی. نن د  «اقلیم بدلون»  پرځای په واک کې هغه کسان ملامت کړو څوک چې په واقعیت کې له اړینو زیربنایی پانګونې څخه انکار کوي. البته، بزګران د ټیکنالوژۍ او   روزنې له لارې کولی شي د اوبو لګولو ډیر اغیزمن میتودونه پلي کړي او هغه   فصلونه وکري چې لږو اوبو ته اړتیا لري. دوی کولی شي سپوږمکۍ وکاروي ترڅو پوه شي چې اوبه باید چیرې  لاړې شي. چین په بریا سره د شنو ساحو د بیا رغولو او د ځنګلونو د احیا تخنیکونه پلي  کړي دي چې د نباتاتو د زیاتوالي لامل شوی يدي. د خاورې تثبیت او د ځمکې د لاندې د اوبو ساتنه ډېروي.

د اوبو سیسټمونه

په افغانستان کې د اوبو درې ډوله مدیریت د پېژندنې وړ دی:

۱- د سطحي اوبو سیسټمونه( سیندونه، واړه سیندونه، نهرونه، کارېزونه او زیرمې) چې د سیسټمونو نږدې ٪۳۰ جوړوي مګر دافغانستان ٪۸۶ اوي زمکو ته اوبه رسوي. د دوی ارزښت د دوی د لوې کچې د شتون له امله دی.

۲-ً د ځمکې لاندې اوبه ډیری افغانان اوس هم د ځمکې د لاندې د اوبو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ځمکې لاندې ګټور کانالونو چې دانسان په لاس جوړ شوي(کاریزونه) د ځمکې د لاندې د اوبو لګولو له اصلي زېرمو څخه کار اخلي.کاریز د محلي، تنظیم شویو ټولنو لخواجوړېږي. هر کروندګر/کورنۍ باید د اوبو د مدیریت د سیسټم په ساتنه کې د هغه څه په تناسب ونډه واخلي چې ورته اجازه ورکړل شوېوي د ۲۰۰۸ کال د اټکل له مخې، په افغانستان ۷۰۰۰ کاریزونه ۱۷۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي د اوبو منځنۍ کچه په هر کاریز کې ۲۵هکتاره ده، مګر دا د ۱۰ هکتارو څخه لږ تر ۲۰۰ هکتارو پورې ګټه اخستل کېږي.

۳- (بندونه، کانالونه، او نور). دا د اوبولګولو په مقیاسرسمي لوی سیسټمونه دي چې د مرکزي حکومت په مرسته جوړ، تمویل ، اداره شوي چلول شوي او ساتل کېږي(بندونه، کانالونه، شرشرې، لاینونه او نورو) توسعه موندلې ده.

دا د اوبو لګولو تخنیکونه په  لږه کچه خو خورا اغیزمن دي. ټول درې سیسټمونه باید د یوه واحد، د پراختیا د واحد په توګه رامینځته شي. که د اوبو مدیریت د رقابت او نیولیبرالیزم پر بنسټ وي. یوازې هغه وخت بریالی کیدای شي چې د مسؤلو لوبغاړو ترمنځ د ګډې راتلونکي د برخې په توګه وګڼل شي، که محلي، سیمه ایز، ملي یان ړیوال وي. په لنډه توګه، د عاجلو   اړتیا وړ نویو زیرمو بندونو او کانالونو اغېزې او د کاریز سیسټم باید  له ریښتینې علمي منظر څخه وارزول شي، د نوي پیل د (انساني عمل) له نظره چې د زمکې دژوند د ښه کولو لپاره  کار کوي مهم ګڼل کیږي .

د اوبو د انرژۍ

زېرمه د طلوع نیوز په وینا، په ۲۰۱۸ کال کې، د ولسمشر د هغه وخت سلاکار همایون قیومي، چې په متحده ایالاتو کې د برېښنا د انجنیرۍ د برخې  پوه و، وویل چې «افغانستان له کورنیو سرچینو څخه له ۲۳۰۰۰  میګاواټو څخه د ډېرې برېښنا د تولید ځواک لري». دا وینا زموږ تصور را  پاروي، ځکه چې د افغانستان د اوبو برېښنا اوس یوازې ۳۱۲ میګاواټه ده. ۲۳۰۰۰ میګاواټه ډېروالی د برېښنا د تولید په ظرفیت کې څه معنی لري! ډیری کارپوهان تعجب کوي، «چې قیومي څنګه دومره په زړه پورې شمیرو او پایلې ته ورسیده». ؟ د نورو جزیاتو په ورکولو سره، په ۲۰۲۱ کال کې، افغانستان

 سره د مرستې لپاره  A to Z لارښود په (پاڼه ۴۵) کې لیکلي: «افغانستان د انرژۍ بډایه سرچینې لري چې کولی شي په راتلونکي کې د  اقتصادي اکمالاتو دتشې د کمولو لپاره په مناسبه کچه وکارول شي. له مالي  پلوه په زړه پورې لګښتونه باید وکارول شي. د دې هیواد د اوبو د نوي  کیدونکې برېښنا ټول ظرفیت ۲۳۰۰۰ میګاواټه اټکل شوی ، چې له دې جملې  څخه ۸۷ سلنه (۲۰۰۰۰ میګاواټه) یې په شمال ختیځ کې د آمو سیند او د

 کوکچې سیندونه دي. شاوخوا ۸ سلنه (۱۹۰۰ میګاواټه) د کابل په ختیځ کې  موقعیت لري، چې له نیمایي څخه یې ډیر دپاکستان سره پولې ته نږدې د کنړ د سیند په څنډو  دي. په هر حال، د استخراج لپاره د امکان سنجۍ مطالعات له  هغو سرچینو څخه دي چې نیمګړي یا پخوانۍ دي .

وړاندیز شوي بندونه (نارنج ټکي) ترټولو لوی موجود بندونه (نیلي ټکي)(ګرافیک: د نیبراسکا پوهنتون، امریکا) د دې لید اومنظر د روښانه کولو لپاره ، د افغانستان د برېښنا د سکټور له بورډ سره د یوې جامع طرحې په وړاندې کولو APSMP ۲۰۱۳ کې مشوره وکړه، کوم چې د ۱۵ د اوبو برېښنا پروژې HPP لیست کوي چې ډیزاین شوي دي، مطالعه شوي، اټکل شوي او په ځینو مواردو کې، د مطالعاتو د ارزونې لخوا تاید شوی دي.
( جدولوګورئ ) د دې انتخابونو څخه ترټولو لوی د جم دښتې د برېښنا فابریکه ده چې د تاجکستان د پلازمینې دوشنبې څخه شاوخوا ۲۸۰ کیلومتره سویل ختیځ کې د افغانستان د پنج پر سیند موقعیت لري. پنج سیند د تاجکستان او د افغانستان ترمنځ پوله جوړوي APSMP لیکي چې « د یوه لوی بند د پروژې طرحه چې له تېږو ډکه دا پروژه د غرونو په ښي اړخ کې د اتصالي تونلونو له لارې د ځمکې له ډبری نېخوا د برېښنا د سطحي منبع وړاندوینه
کوي او د لنډ سرکټ تونلونه جوړوي. دا پروژه ۵ واحدونه لري، هر واحد یې د ۸۰ میګاواټه برق په ظرفیت طراحي شوې ده. د دې پروژې ځانګړې موخه د
اوبو رسول دي چې د برېښنا د تولید په پرتله ډېر لومړیتوب لري. دا پروژه په طبیعت کې انتقالي ده.(…) د ۴۰۰۰ میګاواټه(۸۰۰ * ۵ ) د نصب ظرفیت دی او منځنۍ کلنۍ انرژي یې ۱۹۸۲۰ ګیګا واټه په ساعت کې ده. د دې پروژې
لګښت ممکن خورا ډېر وښکاري ځکه چې دا لګښت شاوخوا ۸ ملیارده امریکایی ډالر اټکل شوی. مګر کله چې موږ پوه شو چې د افغانستان د د
بریښنا ټولو بندونو اوسنی تولیدي ظرفیت به اته ځله هم نور ډېر شي، دا په څرګنده توګه یوه ښه پانګه اچونه ده، په ځانګړې توګه په هر ساعت کې ملیاردونو کیلو واټه خارجي برق واردولو لپاره مو ډیري پیسي مصرف کړي
دي. بله د برېښنا لویه فابریکه upper Amu HPP ده چې د پنج د سیند
په ساحل کې موقعیت لري. (…) «د نصب ظرفیت یې ۱۰۰۰۰ میګاواټه
دی او د انرژۍ کلنی تولید یې ۴۹۵۴ ګېګا واټه په هر ساعت کې دی.
(د برېښنا سکټور ماسټر پلان لر لید ۲۰۰۴ او په تاجکستان کې د اوبو
د برېښنا د پراختیا امکانات». په افغانستان کې د پانګونې د عمده فرصتونو
(د افغانستان دپانګونې د ملاتړ سازمان ۲۰۰۹) له مخې د آمو د اوبو لګولو
او د اوبود برېښنا پروژه به د افغانستان شمالي ولایتونو ته شاوخوا زرمیګاواټه برېښنا تولید او د دښتو او ځمکو لویې سیمې خړوبې کړي. د دې پروژې اټکل شوی لګښت شاوخوا درې ملیارده امریکایی ډالره دی. البتهباید چې له یوې
خوا د اوبولګولو او د ځمکې د پراختیا لپاره، او له بلې خوا د برېښنا
د لوړې کچې د تولید لپاره توازن رامنځته شي.
د بیلګې په توګه، د برېښنا یوه ډیره کوچنی فابریکه،
د بغلان په ولایت په کیلګي کې ۶۰ میګاواټه چې یوازې ۳۵۰ میلیونه
امریکایي ډالره لګښت لري. د امکاناتو مطالعات لا دمخه بشپړ شوي او د
اوبو او برېښنا وزارت ته سپارل شوي د APSMP په وینا، دا پروژه به لاندې اغیزې ولري: د ۶۸۰۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره کافي اوبه برابروي.
د ۲۵۳۶۵ هکتاره نوي ځمکې د اوبو د لګولو لپاره د چمتوکوي. د تولیدونکو او مصرف کونکو د ګټو لپاره د برېښنا ۶۰ میګاواټه تولید؛ د بې ځمکې بزګرانو لپاره د ځمکې چمتو کول؛ د ملي خوراکي خوندیتوب سره مرسته کول
(د حاصلاتو د تولید، او صنعت ډېروالی) د چاپیریال وده او د ځنګلونو جوړول. کاري فرصتونه او د ګرځندوی دګټو جذبول دي د پل چمري په کانالونو کې د تخریب او د توربین د برخو تخریب برېښنا فابریکې لپاره جدي عملیاتي ستونزې دي. په كېلګي كې یو مخزن رسوبات را ښكته كوي او په پایله كې
دا د برېښنا د دوه موجوده فابریکو ستونزې حل کوي (د برېښنا د سکټور
ماسټرپلان، ۲۰۰۴). نو دا یوازې یوه بیلګه ده چې څنګه د غوره برېښنا د بټیو څو اړخیز ماهیت د «لوړ ظرفیت» په رامنځته کولو کې مرسته کوي
(د دې برخې پای وګورئ) عمومي اقتصاد او هغو خلکو ته د ودې زمینه برابروي چې په دې تکیه دي. زموږ لپاره، د ۲۳۰۰۰ میګاواټومتضاد ارقام
بې ځوابه پاتې دي، ځکه چې د APSMP لخوا لیست شوي
ټولو اختیارونو اضافه کول یوازې ۵.۷۵۱۳ میګاواټه نصب شوي ظرفیت لري، کوم چې د اعلان شوي ۲۳۰۰۰ څخه شاوخوا درې ځله لږ ده چې اړین جزیات یې نشته. هغه څه چې ویل کیدای شي دا دي چې د برېښنا ډیری فابریکې د پولې هاخوا پروژې دي او د سمندري حوزې د شریکو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزو او څو اړخیزو تړونونو ته اړتیا لري.
که د کابل د سیدونو حوزې یا سیمې وي که له پاکستان سره پوله وي او یا هم کنړ چې له پاکستان سره نږدې وي، یا د پنج سیند چېآمو یوه څانګه وي،
یا د کوکچې سیندونه. د تاجکستان سره په پوله د ۱.۳۷۵ کیلومترو په
اوږدوالي د ترکمنستان د قراقوم د اوبو لګولوکانال چې تر ډېره د بېړیو د تګ راتګ وړ دی د افغانستان د برېښنا بندونه، یوازې د جدي بحثونو او د اړوندو ګاونډیو هېوادونو له خوا د تړونونو له لاسلیکولو وروسته، د هر یو د ګټو
په نظر کې نیولو سره، د ګډو هڅو، پانګونې او ساتنې او همدارنګه چې د اسانتیاوو د شریکولو ژمنه وکړي.«که چېرې د افغانستان له منابعو څخه
د برېښنا په تولید کې کار واخیستل شي، هغه میلیونونه ډالر به وسپموو،
چې اوس یې موږ د وارداتي برېښنا په پېرلو کې لګوو. که دا کار وشي،
په هېواد کې به د پانګونې زمینه برابره شي.

ملي انسجام

افغانستان هغه هیواد دی چې «اوبه په کې د خوراک په معنا دي». په داسې حال کې چې له بهر څخه یو بشپړ لېد ستونزمن کار دی،ځینې په زړه پورې مثالونه د دې ننګونو سره د مقابلې لپاره د نوي حکومت هوډ څرګندوي او د اوبو یو شمیر کوچنۍ خو د اوبو د مدیریتلویې پروژې پرمخ بیایي.نړیوالو مرستو ته له انتظار پرته، افغان دولت د اوسني اقتصادي سقوط، د بیکارۍ له بحران او د خوراکي توکو دبحران د له منځه وړلو لپاره په بشپړه توګه ژمن دی، د اوبو د زیربناو یو شمیر لویې، منځني او کوچنۍ پروژې پلي کړي، په ځانګړې توګه د خپل لوی دولتي ساختماني شرکت، د افغانستان ملي پرمختیایي شرکت، له لارې یې پرمخ بیایي. د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې ملي پراختیایي شرکت وویل چې تېر کال یې په هېواد کې د ۱۱۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۶۹۲پروژې پیل کړې. په مالي او اداري چارو کې د ملي پراختیایي شرکت مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبدالولي عادل د حکومت دکلني حساب ورکونې پروګرام د یوې برخې په توګه په یوه خبري کنفرانس کې تایید کړه چې د اوبو د سرچینو مدیریت، کرهنې او په ودانیزو چارو کې ګډون لري. ده وویل:
تېر کال دې شرکت د ۸۲ پروژو په ګډون ۵۵ ودانیزې پروژې بشپړې کړې. ملي پرمختیایي شرکت دا هم ویلي ۱.۲۲ ملیارده افغانۍ پورونه قراردادیانو ته ورکړل شوي دي. ده وویل: د قوش تپې کانال، د نمک آب مخزن، د ترک اوخوشک کانال، او د مچلغو د اوبو لګولو کانال هغه سترې پروژې دي، چې د ملي پراختیایي شرکت له خوا په روان کال کې پیل شوې دي. په بلخ ولایت کې د ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالي د قوش تېپې د کانال د جوړولو کار پیل شو.
د قوشتېپې کانال هغه لویه پروژه ده چې د بلخ ولایت په شمال کې موقعیت لري دا کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږد او ۱۰۰ متره پراخ دی په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۵۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او ۶۰۰۰۰ کورنۍ اغیزمنوي د دې پروژې کار به د ۶۰ میلیاردو افغانیو (۶۸۰ میلیونو امریکایي ډالرو) په لګښت به په پنځو کلونو کې او یا هم تر دې په لږه موده کې بشپړ شي. د دې پروژې د کار لپاره۲۸۰۰ ماشینونه مسقر شوي دي. دغه جریان په یوه ثانیه کې د ۶۵۰ متر مکعبه اوبو د انتقال ظرفیت لري او د اوبو د لږوالي ستونزه حلوي. د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د دې پروژې ۴۲ کیلومتره د قوش تېپې او دولت اباد ولسوالیو تر منځ جوړه شوې ده. د شمال د زون د سیندونو د حوزو امر مولوي عبدالحکیم حکمت وایي، چې ۱۲۰ خصوصي سکتور شرکتونه او شاوخوا ۲۳۰۰ کسان د دې کانال په جوړولو
کې برخه لري. د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د هوا په ښه کېدو سره به د هېواد په شمال کې د غنمو په حاصلاتوکې د پام وړ زیاتوالى راشي.
ده وویل: د دغې پروژې د ټاکلو هدفونو په ترلاسه کولو سره به افغانستان د غنمو په برخه کې پرځان بسیاشي. د ریس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د دغه کانال د کار د پیل په مراسمو کې وویل چې د دې کانال بشپړول یې یو ملي لومړیتوب دى. هغه وویل:
د دې کانال له جوړېدو سره به هېواد د کرهنې په برخه کې پر ځان
بسیا شي او د کابل ټایمز په نقل، هغه زیاته کړه چې افغانستان به نور د
بهرنیو هیوادونو د مرستې په تمه نه وي هېڅ یو ملت په پردیو مرستو پرمختګ نه شي کولای. په پاى کې هغه وویل: (نن مو د قوش تېپې د اوبو پروژه پرانېسته
د خوښۍ خبره ده او د دې پروژې په بشپړېدو سره به دکروندګرو
محصولاتو ته زموږ اړتیا تر ډېره حده حل شي).

(مخزن نمک آب)

المره د جون په میاشت کې راپور ورکړ چې « په تخار ولایت کې د مالګې د اوبو د زیرمې (مخزن نمک آب) کار په چټکۍ سره پر مخ ځياو د جوړولو چارې یې د ملي پرمختیایي شرکت د هلمند ساختماني د څانګې لخوا پرمخ وړل کیږي. د دې ویالې چارې تر اوسه ۲۶ سلنه بشپړې شوي او بودیجه یې د هېواد د اوبو د تنظیم د ادارې له خوا ورکول کېږي.

د مچلغو بند

د پکتیا په ولایت کې د جلګې پر سیند د مچلغو بند د جوړېدو چارې په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوې، خو له څه مودې وروسته د ټاکل شوې مودې د نه پوره کېدو له امله یې قرارداد لغوه شو. دا پروژه د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې هغه مهال پیل شوه، چې د انرژۍ او اوبو وزارت د۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت له یوه روسي شرکت سره تړون لاسلیک کړ. د دغه بند دیوال ۴۸ متره لوړوالی لري او د هېواد له سترو بندونو څخه به یو وي. د بشپړېدو وروسته، به ۱۲۱۵ هکتاره ځمکه خړوبه کړي.نور پروګرامونه او نوښتونه د سپین

د بولدک، مانده کنده او د شاه ولی کوټ د ولسلوالیو بندونه

د جولای په میاشت کې China.org راپور ورکړ چې د افغانستان په سویل کې د کندهار په ولایت کې درې نوي بندونه جوړ شوي دي «د اوبو د سخت کمښت د کمولو لپاره چې د کلونو وچکالۍ له امله رامنځته شوی، چې سیمه ایزکرهنیز تولید یې اغیزمن کړی دی». کندهار ولایت د انګورو او انارو له امله شهرت لري، خو کلونو وچکالۍ یې په حاصلاتو ناوړه اغېز کړی دی.ځایي بزګرانو د خپلو باغونو او د کرهنیزو ځمکو د د خړوبولو لپاره څاه ګانې کیندلې، خو د بې شمېره څاګانو کیندل د ځمکې د اوبو دضایع کېدو لامل کېږي او ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې دي. دا درې نوي بندونه به د ارغنداب له سیند پرته په یوه غرنۍ سیمه کې په یوه سیند جوړ شي، چې د ډالې بند په لاره کې پروت دی، چې د افغانستان د سویل لوی ښار کندهار لپاره د اوبو یوازینۍ زېرمه ده. د ډالېبند اوس لږې اوبه لري او د ارغنداب د سیند سطحه دومره راټیټه شوې چې هغو ځمکو ته هم نه رسېږي چې په څنډه کې بې پرتې دي ترڅو دا کرهنیزې ځمکې خړوب کړي. دا نوي بندونه د دغه ولایت په شاه ولیکوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړیږي. د سپین بولدک ولسوالۍ دغه بند د ۳.۲ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو لپاره جوړ شوی او لګښت یې ۳۵ میلیونه افغانۍ شاوخوا (۴ میلونه ډالره) دی.
دوه نور بندونه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په مانده کنده او لول شاه ولیکوټ سیمو کې دي. د مانده کنده بند د ۷.۱ میلیونه متر مکعبه اوبوظرفیت لري او لګښت به یې ۵۰ میلیونه افغانۍ شاوخوا (۶ میلونه ډالره) وي. نوي بندونه به له ۸۱۰۰۰۰ هکتاره څخه ډېره کرهنیزه ځمکه اوبه کوي.

د تخار د ولایت کانالونه

د شینهوا د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د تخار ولایت د اوبو د څلورو سیمه ییزو ویالو بیارغونه پیل کړه. تمه ده چې داپروژه به د ۵۵ میلیونه افغانیو (۶۳۰۰۰۰ ډالره) په لګښت په دغه ولایت کې د څه باندې ۵۴۰۰ هکتاره کرهنیزو ځمکو د خړوبولو هدف ترلاسه کړي. ده یادونه وکړه:
په پام کې ده چې شاوخوا شپږ زره کاري فرصتونه هم رامنځته شي. د تخار ولایت د کلیو پراختیا اوبیارغونې رئیس عظمت نور محمد خبریالانو ته وویل، چې د دغه ولایت اداره به د مرستندویه موسسو په مرسته ډېر ژر د سیندونو په اوږدوکې د محافظوي دیوالونو او پلونو د جوړولو په ګډون ګڼې نورې وړې پروژې پلې کړي. د دې ولایت په ځینو برخو کې د څښاک د اوبو دبرابرولو هڅې یې هم پیل کړي.

د تورې اوبو بند

د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې د انرژۍ او اوبو وزارت هم د افغانستان په سویل کې په زابل ولایت کې د توري د بند د پروژې د پی لخبر ورکړ او وېویل: چې د جوړولو چارې یې پیل شوې او ۹۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. دغه بند به د ۹.۲ میلیونه متر مکعب په ظرفیت سره جوړ شي چې د ۶۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید لپاره به ترې کار واخیستل شي. د دې د بند نقشه او د طرحه چې د زابل د مرکز له قلات څخه څلور کیلومتره واټن لري د هیواد د انجینرانو لخوا جوړه شوې.

چارواکي وایي، چې ددې بند له جوړېدو وروسته به د ملي پراختیایي بودیجې په مرسته د کورنیو شرکتونو له لوري لویې پروژې پلې شي. 

مزارشریف او په هرات کې انجیل ویاله

مزارشریف او په هرات کې انجیل ویاله د UNDP د «کار لپاره نغدي» د پروګرام د یوې
برخې په توګه، په سلګونو افغانانو ته د افغانستان په دوو ډیرو نفوسلرونکو ښارونو، هرات او مزارشریف کې د ویالو او سړکونو د پاکولو لپاره پیسې
ورکول کیږي. تر دې دمه، له ۷۰۰۰۰ څخه زیاتو کسانو له دندو څخه ګټه اخیستې چې برابر مزد ورکوي، او دغو کسانو ته نږدې،۳۰۰۰۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ نغدې ورکړل شوې دي.دا پروګرامونه د لنډمهال لپاره دندې چمتو کوي او د ټولنې د مهمو بنسټونو په بیارغونه کې مرسته کوي. د مزارشریف په ښار کې څه باندې۳۰۰۰ کسانو ته موقتي دندې ورکړل شوې دي. هر کارګر لږ تر لږه د ۹ ورځو د کار په مقابل کې ۴۵ ډالرو ترلاسه کوي، چې د یوې میاشتې څخه زیات د کورنۍ اساسي
اړتیاوې پوره کوي. یوازې په هرات کې، له ۲۳۰۰ څخه ډېر کسان د انجیل د ۶۰۰ کلن کانال دپاکولو لپاره کار کوي چې تمه کیږي له ۱۵۰۰۰ څخه ډېر بزګران به باغونو او کروندې خړوبه کړي. دا پروګرام به له ۳۰۰۰۰۰۰ څخه ډیر افغانۍ ټولنې ته تزریق کړي. دا لویه ویاله له ۶۰ کلونو راهیسې پاکه شوې نه وه.
کروندګرو څو ځلې غوښتنه کړې وه، خو دا د هر چا لپاره ډېر لوی کار و. « موږ هیله لرو چې د دې ویالې په پاکولو سره به په دې کلي کې د بزګرانو شمیر دوه برابره شي. که موږ د منظمو اوبو لګولو تضمین وکړو
کولی شو په کال کې له درې څخه تر څلور ځله ډېرحاصلات تولید کړو».

په تیرو او اوس کې نړیواله همکاري

 په افغانستان کې د اوبو د برېښنا د تولید په برخه کې مرسته کړې او یا یې قصد کړی دی.    لاندې د هغه څه چې د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، هند، چین او پاکستان له خوا تر سره شوي لنډ تاریخ دی.