په دې ستره علمي غونډه کې د پکتيا پوهنتون رئيس جلالتماب عبدالحکيم حميدي، د تحقيق او ساينس پوهنځي مرستيال ډاکټر عبدالوهاب حکمت، د اداري او مالي مرستيال سيف الله محمدي، د څانګو رئيسانو، استادانو، کارکوونکو او ممتازو محصلينو برخه اخيستې وه.
ياده شوې غونډه د دعوت او ارشاد رئيس مولوي محمد خان روحاني د قران عظيم الشان د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل کړه او ورپسې د پکتيا پوهنتون رئيس مولوي عبدالحکيم حميدي، محترم پوهاند خيال محمد آريوبي او نورو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه. او د محترم اريوبي له صداقت څخه يې خوښي څرګنده کړه، هېواد ته د خدمت او د ځوانانو د علمي مهارتونو د لوړولو په برخه کې يې خوښي څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې دا ډول علمي او تخنيکي پروګرامونه د محصلينو يوه عاجل اړتيا ده او د هغوى د علمي کچې په لوړولو کې اغېزمن تمامېږي.
د تحقیق او ساینس مرستیال ډاکټر عبدالوهاب حکمت هم د دا ډول پروګرامونو د اهمیت په تړاو وینا وکړه او ځوانان یې د علم او پوهې زده کړې ته وهڅول، ورپسې خیال محمد اریوبي لومړی وطن ته د راتګ هدف وباله او دوهمه وینا یې وکړه. پورته ذکر شوی ورکشاپ دوی ترسره کړ
د ابن سینا د څیړنې او پراختیا موسسی ښاغلي خیال محمد اریوبي ته د یاد ورکشاپ په وړاندې کولو خوښي څرګنده کړه او د خدای له دربار څخه ورته د بریالیتوب او روغتیا دعا کوي.
دا چې په هېواد کې د دا ډول علمي پروګرامونو پيلول مهم بلل کېږي او د علم او پوهې د کچې په لوړولو کې مرسته کوي، نو دغه بنسټ به په راتلونکي کې هم د پکتيا پوهنتون او د هېواد له نورو علمي بنسټونو سره علمي همکاريو ته دوام ورکړي.