کابل ته د ابن سینا د څیړنو او پراختیا د مؤسسې د رهبرۍ غړي محترم میرویس پوپل کاري سفر لنډ راپور
- Home
- کابل ته د ابن سینا د څیړنو او پراختیا د مؤسسې د رهبرۍ غړي محترم میرویس پوپل کاري سفر لنډ راپور
کابل ته د ابن سینا د څیړنو او پراختیا د مؤسسې د رهبرۍ غړي محترم میرویس پوپل کاري سفر لنډ راپور
ښاغلی پوپل د روان کال د چنگاښ په ۲۹ کابل ته کاري سفر در لود. دلته یې د درې اونیو په ترځ کې دفتر د اموراتو د سنبالولو تر څنگ د افغانستان د اسلامي امارت (ااا) د چارواکو او ځینې علمي کادرونو سره لیده کاته درلوده.
ې
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال د دفتر له عمومي رئیس سره ناسته :
دا ناسته د ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد په لومړۍ نېټه د ریس الوزرا د سیاسي مرستیال د دفتر د رئیس محترم مولوي ذاکر په دفتر کې جوړه شوې وه. په دې ناسته کې له ابن سینا څخه میرویس پوپل، محمد دین شاه شینواری او مسعود بارکزي او د رياست الوزرا د سياسي معاونيت له لوري محترم مولوي ذاکر، د دفتر مرستیال روح الله زاخیلوال او دوه تنه نور نامعلومو کارکونکو هم حضور درلود. محترم پوپل، له پېژندنې وروسته، لاندې موضوعاتو ته اشاره وکړه:
- په دوبۍ کې د اقتصادي کنفرانس جوړول.
- په کابل کې د ابن سینا په همکارۍ د ملگرو ملتونو د سرمنشي د پخواني مرستیال په استازیتوب په کابل کې د بدیل معیشت د نړیوال کنفرانس د جوړولو او د افغانستان کروندگرو او خلکو ته د هغې د گټو په اړه لېوالتیا.
مولوي صاحب ذاکر و ویل :
- نوموړي ژمنه وکړه، چې د ویزې په برخه کې به همکاري کوي او وروسته به له مسوولینو سره ستاسو د لیدنو به هکله همکاري وکړي .
- هغه په کابل کې د کنفرانس د جوړولو وړاندیز وکړ او د ابن سینا د کارونو او راتلونکو پلانونو ستاینه یې وکړه .
د اوبو او برېښنا وزارت سره ناسته :
د ۱۴۰۳ کال د اسد په ۲ نېټه د ابن سینا ډلې د اوبو او برېښنا وزارت له سلاکار ډاکټر صاحب انورزي سره د هغه په دفتر کې وکتل. ميرويس پوپل د دغه بنسټ د راتلونکو پروگرامونو او په دوبۍ کې د اقتصادي کنفرانس د جوړيدو او د اوبو او بريښنا وزارت د با صلاحيته استازي د فعال گډون په باب د هغو پروژو د بشپړیدو په باب خبرې وکړې چې تر کار لاندې دي لکه د قوش تپې کانال، بندونه، او سولر. نوموړی په نږدې راتلونکي کې د دغه وزارت له وزير صاحب يا مرستيال سره د ښاغلي ډيپلوم انجنير صاحب حسن زاده د انلاين کنفرانس د جوړولو په اړه هم خبرې وکړې.
ډاکټر انورزي د دې مؤسسې د کار ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه:
- زه به دا موضوع او د کنفرانس د بلن لیک د وزیر صاحب دفتر ته ورولیږم.
- په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو او بنسټونو له دغه وزارت څخه د کار جوازونه ترلاسه کړي، خو په عمل کې له ۱۸ تر ۲۰ بنسټونو عملي کار کړی او یا هم د کار په حال کې دي.
- هغه به د انلاین ناستې په اړه د وزارت له مرستیال سره خبرې وکړي.
- نوموړي دغه راز د دغه وزارت د تفتیش کارکوونکو ته د روزنیز کورس په اړه د چمتووالي ډاډ ورکړ.
د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ له وزیر سره ناسته
د ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد په ۷ مه د وزیر صاحب په دفتر کې د کرنې او مالدارۍ له وزیر سره د وزیر د دفتر د رئیس په همکارۍ ناسته جوړه شوه. وروسته میرویس پوپل د ابن سینا د کار، اهدافو او په دوبۍ کې د اقتصادي کنفرانس د تنظیم، ملاتړ او همکارۍ په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
وزیر صاحب له موږ وغوښتل چې د عملي کار په اړه خبرې وکړو، که نه نو دوی په اقتصادي برخو کې ښه پلانونه لري. نوموړي د اقتصادي کمېسيون يادونه هم وکړه او ويې ويل چې ملا صاحب برادر به د کنفرانس د تنظيم او له بنسټونو سره د نورو همکاريو په اړه پرېکړه وکړي.
د محترم ریس الوزرا اقتصادي مرستیال په دفتر کې د محترم قاری روح الله سره ناسته:
وروسته د ښه راغلاست نه پوپل صاحب د ناستې او ملاقات څخه مننه وکړه او د ابن سینا د دفتر په اړوند یې حاضرو چارواکو ته معلومات وړاندې کړل.
د دوبی اقتصادي کنفرانس په اړه یې خپل وړاندیز او معلومات شریک کړل او په دې اړه یې د ابن سینا لیک دوی ته وسپاره. د امکان په صورت کې یې د قدرمن حاجی ملا صاحب سره د حسن زاده صاحب د زوم کنفرانس وراندیز وکړ.
قاري روح الله د ابن سینا کارونه و ستایل او زياته و یې ویل:
- مکتوب به د محترم حاجی ملا صاحب (ملا برادر) سره شریک کړو.
- څوک باید په کنفرانس کې گډون وکړي او د دوې مصارف له کومه ورکول کیږي؟
محترم پوپل یې په ځواب کې وویل : که محترم حاجي ملا صاحب پخپله برخه واخلي ډیر به ښه وي. مونږ به دکنفرانس د ځای او نور مصارف په غاړه واخلو. د ااا د خپلو محترمو گډونوالو د تگ او راتگ مصارف به له خپلې (يعنې د دولت) بودیجې څخه تمويل کړي.
د محترم ریس الوزرا د سیاسي مرستیا سره ناسته
د اسد په ۱۲ نیټه د محترم مولوي صاحب عبدالکبير د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال سره ناسته تر سره شوه. په دې ناستې کې چی په یوه آزاده فضا کې د ډیرو نورو مراجعینو په موجودیت کې ترسره شوه لاندې موضوعاتو باندې لنډې اما اغیزناکې خبرې وشوې:
- محترم پوپل صیب د خپل ټیم پیژند گلوی وکړه او محترم سیاسي مرستیال نه یی د وخت راکولو مننه و کړه .
- د راتلونکي اقتصادي کنفرانس په هکله یې هر اړخیز معلومات شریک کړل .
- د بدیل معیشیت د کنفرانس او د ملگرو ملتونو د پخواني سرمنشي د مرستیال هیله (د افغانانو سره مرسته) یې د محترم مولوي صاحب سره شریکه کړه.
محترم مولوي صاحب په خورا نرمه لهجه خپل نظر داسې څرگند کړ:
- یو ځل بیا تاسو ته ښه راغلاست وایم. کارونه مو ستایم. که دا کنفرانس په کابل کې وای ښه به وای. پوپل صیب دوبی د اوس لپاره د بهرنیو او بهر میشتو افغان پانگوالو لپاره د ویزو او نورو سهولتونو په درلودلو سره مناسب ځای و باله چې د مولوی صاحب له خوا تائيد شو.
محترم مولوي صاحب عبدالکبير د هغه کمیسیون چې مخکې جوړ شوی وو او اوس ۲۸ دولتی نهادونه یې غړیتوب لري مشري کوي. هغه وویل: که د کنفرانس رابلونکى (الارکي) یو ځل بيا کابل ته راشي، تر څو ورسره خبرې وکړو، ښه به وي.
د عامي روغتیا وزارت سره ناسته
د ابن سینا ټیم د اسد په ۱۶- ۱۴۰۳ د عامې روغتیا په وزارت کې د داکتر صاحب میرویس احمدزي د پلان رئيس، داکتر صاحب کاکړ مشاور او دوه نورو کار مندانو سره ناسته درلوده.
د ابن سینا له خوا ښاغلی پوپل د عامې روغتیا وزارت څخه مننه وکړه او لاندې درې موضوعات یې مجلس ته وړاندې کړل:
- ډیرۍ افغان ډاکتران چې بهر کې اوسیږي غواړي وطن ته راشي او د خپلو وطنوالو خدمت وکړي. ایا په دې اړوند د افغانستان اسلامی امارت کوم ځانگړی پروگرام لري؟
د وزارت د پلان محترم رئيس داکتر صاحب احمدزی په دې هکله و ویل:
- د جمهوریت شفاخانه په همدې موخه د یوه فرمان له مخې په اساسي ډول رغول کیږي. کار به یې سږکال پای ته ورسیږی. دا روغتون د مېلمنو ډاکترانو لپاره يو مېلمستون به هم ولري.
- هغه بهرني داکتران چې وطن ته راځي هغوی ته به د میاشتې پنځه سوه زره افغانۍ معاش ورکول کیږي.
- د دوی د انسجام لپاره یو گروپ جوړ شوی دی او د هغه په رأس کې داکتر صاحب قیومی چې په امریکا کې اوسیږی نومول شوی دی. تاسو د هغه سره اړیکه نیولی شئ.
- پوپل صیب د روغتیاپالو او بیمارانو لپاره لایحې او قواعد او د فیس او دوا دقیمت په اړوند پوښتنه وکړه.
داکتر صاحب احمدزی وویل:
دلته صحي لایحې شته او په دولتي کتنځایو کې خدمات وړیا دي خو په ځینو روغتونونو کې لږ فیس او د درملو اجوره اخیستل کیږي چې سلنه یی کمه ده. د جمهوریت ماډل روغتون به په کراره کراره په ولایاتو کې تطبیق شي. همدارنگه دسرطاني ناروغیو کمیسیون جوړ شوى دى، هرڅوک کولای شي د هغوی سره په تماس خپل خدمات وړاندې کړي.
- پوپل صیب د افغانانو لپاره د الکتروني صحي کارت په هکله د ابن سینا د متخصص زیار او کار یادونه وکړه.
داکتر صاحب احمدزی په دې اړوند وویل:
- دلته ځینو لکه د سویډن او هلت نټ (HealthNet) مؤسسو دا کار شروع کړ ولی عام نه شو. ستونځې شته.
- که تاسو ورته فنډ پیدا کولای شئ نو ښه کار دی خو مونږ د اوس لپاره ورته بودیجه نه لرو.
- يو بل گډونوال وویل : د صحي کارت ستونځې یو څه حل دي خو ډیر کار ته ضرورت دی. په دې هکله وړاندیز و شو، هغه متخصص چې په دې اړوند یې ډیر کار کړی دی به تاسو سره خپل نظر د یوه زوم کنفرایس له لارې شریک کړي. دا وړاندیز و منل شو او د دوي تخصصې کمیټه به یی و ارزوي.
داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت داطلاعاتو اوفرهنگ معين د دفتر د رئيس سره ليدنه
د ابن سينا د څيړنې او پراختيا د مؤسسې د کاري ټيم غړو د روان کال د اسد د مياشتې په ١۷ نيټه د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له فرهنگي معين د دفتر رئيس ښاغلي بختيار ځاځي سره وکتل.
په دې ناسته کې د ابن سینا د مؤسسې د رهبرۍ غړي میرویس پوپل، محمد دین شاه شینواري، د د دفتر مشر مسعود بارکزي او غړی جاوید نیکزاد گډون کړی وو ، دوى د هغه نړيوال کنفرانس په هکله چې د روان کال د لړم په میاشت کې به په دوبی کې جوړ شي معلومات وړاندې کړل. د دغه وزارت له مشرتابه څخه یې په کنفرانس کې د گډون غوښتنه وکړه او بیا جاوید نیکزاد د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سره د یاد وزارت د همکاریو په اړه معلومات ورکړل.
دغه راز بختيار ځاځي د دغه کنفرانس جوړول مهم وگڼل او ويې ويل چې د دغه وزارت رهبري به د تخنيکي ستونزو له ارزونې وروسته په دغه کنفرانس کې گډون وکړي او د همکارۍ د تفاهم ليک د لاسليک په اړه به خبرې وکړې. له دې ادارې سره یې د خلکو د کلتور له ریاست سره هم اړیکه ونیوله تر څو چې د دغه یادښت تخنیکي چارې ژر تر ژره عملي شي.
د ښار جوړونې او کور جوړونې له وزیر سره ناسته
د ابن سینا د څیړنې او پراختیا د مؤسسې د کاري ټیم غړو د روان کال د اسد د میاشتې په ۱۸ نیټه د ښار او کور جوړونې له جلالتمآب وزیر محترم مولوي حمدالله نعماني سره وکتل.
دغه ناسته چې د محترم ميرويس پوپل د مؤسسې د مشرتابه پلاوي غړي په مشري ، د دې مؤسسې د دفتر د رئيس مسعود بارکزي، جواد نيکزاد او سيف الرحمن په گډون جوړه شوې وه لومړى ميرويس پوپل د دې مؤسسې د دويم کلني کنفرانس په اړه معلومات وړاندې کړل او د د دې وزارت د محترم مشرتابه څخه په دې لوی نړيوال کنفرانس کې چې د روان کال د دسېمبر په پيل کې جوړیږي د گډون غوښتنه وکړه.
دغه راز د ابن سینا د کاري ټیم غړو له دغه وزارت سره د همکاریو د موافقتنامې د پرمختگ په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینگار یې وکړ چې د دغه تړون تخنیکي چارې به په راتلونکو ورځو کې نهايي شي.
محترم وزیر صاحب نعماني د ياد شوي کنفرانس جوړېدل مهم وگڼل او ويې ويل، چې د دغه وزارت د رول په پام کې نيولو سره به په ياد کنفرانس کې گډون وکړي.
د ابن سینا د څیړنې او پراختیا موسسه