د ابن سینا د څېړنو او پراختیا د مؤسسې د کاري پلاوي غونډه د فعالیتونو د لا ښه همغږۍ او انسجام لپاره، د شنبې ورځ، د روان کال د وري د میاشتې په ۳۰مه نېټه، چې د ۲۰۲۵م کال د اپرېل له ۱۹مې نېټې سره سمون لرله، په کابل کې د دې مؤسسې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.

دا ناسته د ابن سینا د مؤسسې د مشرتابه او سلاکارې شورا د غړي، محترم ډیپلوم انجنیر غلام سخي حسن‌زاده، د مؤسسې د اجرائیه رئیس ډاکټر محمد اکرم عظیمي، د مؤسسې د سلاکارانو له ډلې محترم انجنیر محمد شعیب صاحب‌زاده، محترم ډاکټر عبدالغني ناصري، او محترم عمران ذکریا، او همدارنګه د کابل د مرکزي دفتر د کارکوونکو محترم مسعود بارکزی، محترم جواد نیکزاد، او محترم سیف‌الرحمن اسحق‌زی په ګډون ترسره شوه.

یاده غونډه د دې مؤسسې د اجرائیه رئیس ډاکټر محمد اکرم عظیمي د وطن ته د محترم ډیپلوم انجنیر غلام سخي حسن‌زاده د تود هرکلي په ویلو سره پرانیستل شوه. نوموړي د غونډې اجنډا اعلان کړه او د هغې موخه یې توضیح کړه.
ورپسې، د غونډې هر یو ګډونوال خپل ځانونه معرفي کړل.

په تعقیب کې، محترم حسن‌زاده خپل سفر هدف چې د دې مؤسسې د فعالیتونو لا ښه همغږۍ او د افغانستان د اسلامي امارت د مسوولینو سره د مشورو او ملاقات لپاره دی، په وضاحت سره بیان کړ او زیاته یې کړه چې د دې ادارې وروستي فعالیتونه د لوړ ستاینې او تقدیر وړ دي.

محترم ډیپلوم انجنیر حسن‌زاده د هېواد په دننه کې د څېړنیزو مرکزونو د لرلو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې داسې څېړنیزې مرکزونه د نړۍ د لومړي درجه هېوادونو لکه امریکا، چین او نورو په پرمختګ کې اغیزمن رول لري. نوموړي څرګنده کړه چې زموږ ګران هېواد افغانستان ته اړینه ده چې داسې مرکزونه ولري، ترڅو په بېلابېلو برخو لکه: صنعت، انرژي، زراعت، سوداګرۍ، روغتیا، تعلیم او تربیه او نورو کې څېړنې ترسره شي او تر اوسه پاتې نیمګړتیاوې پوره شي.

نوموړي د مثال په توګه د هېواد د برېښنا تأمین د ګاونډیو هېوادونو له لارې یادونه وکړه او د خپل نظر څرګندونه یې وکړه، وې ویل چې اړینه ده چې له دې وروسته په هېواد کې د بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.

نوموړي د ابن سینا د څېړنو او پراختیا مؤسسې د چارو لا ښه همغږۍ په لړ کې ګټورې وړاندیزونه وکړل، چې د دې وړاندیزونو درې عمده برخې عبارت دي له:
– 1د ابن سینا مؤسسې ښه والی

– 2د سالمو اړیکو جوړول

– 3تولید

سربېره پردې، د ابن سینا د څېړنو او پراختیا مؤسسې مشرتابه د دوه کلن کاري پلان (2025-2026) د ترتیب خبره هم وکړه، چې د دې پلان د بشپړېدو سره به د ادارې ستراتیژي نه یوازې روښانه شي، بلکې د هر فرد دنده به هم مشخصه شي.

په پای کې، د دې مؤسسې محترمو غړو خپل نظرونه سره شریک کړل او اړوندې پرېکړې یې وکړې.